په غور کې د طالبانو ځايي چارواکي وايي چې نامعلومو وسله والو د دې ولایت د ولایتي شورا یو پخوانی غړی 'معاون احمد' وژلی دی.
د غور د دولتیار ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال مولوي نجیب الله ازادي راډیو ته وویل چې ښاغلی احمد او وراره یې پرون ماسپښین هغه مهال ووژل شول چې د ولسوالۍ له مرکزه د تیل جلال سیمې ته روان و.
ولسوال زیاته کړه چې د دې پېښې د عاملانو د نیولو لپاره هڅې روانې دي.
معاون احمد پخوا د مشرانو جرګې د غړي په توګه هم کار کړی، خو په وروستیو کلونو کې یې په دولتیار ولسوالۍ کې د طالبانو پر ضد د ولسي پاڅونوالو مشري کوله.