Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

امریکا: د افغانستان د کنګل شوې بانکي زېرمې په اړه زموږ سیاست نه دی بدل شوی

په قطر کې د طالبانو او امریکايي چارواکو ترمنځ له غونډې دوه ورځې وروسته چې دواړو لورېو مثبته او بریالۍ بللې وه، متحده ایالات وايي، د افغانستان د کنګل شوې بانکي زېرمې د ازادېدو په تړاو د دوی سیاست نه دی بدل شوی.


په دوحه کې د امریکايي او طالب چارواکو ترمنځ د غونډې یوه موضوع، د دې پیسو راخلاصېدل وو.


د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي له غونډې وروسته ویلي و، هیله‌مند دی چې متحده ایالات د افغانستان کنګل شوې پیسې خلاصې کړي، خو دې هیلو ته د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي، ناهیلی کوونکی ځواب ورکړی.




له اغلې ساکي د سې شنبې په ورځ د هغې په خبري غونډه کې وپوښتل شول چې ایا د افغانستان د کنګل شوېو پیسو د ازادېدو په اړه د امریکا په سیاست کې بدلون راغلی؟


د سپینې ماڼۍ ویاندې د دې پوښتنې په ځواب کې وویل: "نه، په دې سیاست کې هېڅ ډول بدلون نه دی راغلی."


واک ته د طالبانو له رسېدو سره سم، امریکا د افغانستان بانکي زېرمه چې ۹،۶ میلیارډ ډالره ارزښت لري، کنګل کړه.


طالبانو او یو شمېر افغانانو په ځلونو د دې پیسو د خلاصېدو غوښتنه کړې، تردې چې دا غږ د پاکستان صدراعظم عمران خان هم بدرګه کړ، خو لا یې پایله نه ده ورکړې.


د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت هم د افغانستان کنګل شوې بانکې زېرمې ته اشاره کړې او له طالبانو سره یې اړیکې د دوی په عمل پورې تړلي دي.


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس پرون خبریالانو ته وویل، دوی غواړي ډاډه شي چې دا هېواد یو ځل بیا د امریکا پر وړاندې د بریدونو د طراحۍ د مرکز په توګه نه‌ کارول کېږي.


ښاغلي پرایس زیاته کړه: "کله چې تاسې د مرکزي بانک د زېرمو په اړه غږېږئ، زه نه غواړم، ډېر وړاندې ولاړ شم، خو هغه څه چې زه یې په دې اړه وایم، هماغه خبره ده چې موږ په ځلونو تکرار کړې. موږ د افغانستان هر راتلونکی دولت د هغوی د کړنو او په کلیدي برخو کې د دوی د چلند له مخې ارزوو او ورسره چلند کوو."




طالبان د امریکايي چارواکو د نوېو څرګندونو په اړه څه نه وايي، خو له دې وړاندې یې مسوولانو په دې اړه غبرګون ښودلی.


تر ټولو تازه یې د طالبانو په مشرۍ د حکومت د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیرخان مقتي څرګندونې دي.


ښاغلي متقي ویلي، د امریکا په څېر یو لوی قدرت ته نه ښايي چې د افغانستان د بې‌وزله هېواد پیسې کنګل کړي.


ښاغلي متقي په قطر کې امریکايي چارواکو سره لیدنه کې دا هم ویلي و چې متحده ایالات دې د افغانستان د بې‌ثباتۍ هڅه نه کوي.


متحده ایالاتو د افغانستان د بانکي زېرمې د کنګل کېدو په اړه روښانه دلایل نه دی وړاندې کړي، خو له طالبانو یې غوښتنې معلومې دي:



د بشر حقونو ته درناوی. د نجونو او ښځو د زده‌کړې. د نجونو او ښځو ته د کار اجازه. له ترهګرو ډلو سره د اړیکو پرېکون. او د یوه ټول ګډونه حکومت جوړول، د دې غوښتنو له مهمو هغو دي.


خو طالبان بیا د دې ټولو په ځواب کې وايي، له نړۍ سره خپلو کړو وعدو ته ژمن دي، خو اجازه نه ورکوي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې څوک‌ لاس‌وهنه وکړي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus