د روسیې په مشرۍ امنیتي بلاک چې د افغانستان یو شمېرګاونډي هېوادونه هم په کې شامل دي، د افغانستان او تاجکستان پولې ته نژدې پوځي تمرینونه کوي.
روسي رسنیو نن چهارشنبه (د تلې ۲۱مه) وویل چې دا تمرینونه به د روان اکتوبر په ۲۲ او ۲۳ ترسره شي.
د روسیې په مشرۍ په ډله ییز امنیتي تړون کې تاجکستان، قرغیزستان، قزاقستان، ارمنستان او بېلاروس شامل دي.