د اروپايي ټولنې مشرانو، له افغانستانه د امریکا او ناټو د پوځي ځواکونو تر وتلو وروسته په خپله لومړۍ غونډه کې د دفاعي مسایلو، امریکا او له چین سره د اړیکو په اړه خبرې وکړې.
د سلووینیا په بردو ښار کې د دې غیر رسمي غونډې اصلي هدف د روانې میاشتې په وروستیو کې په بروکسل کې د اروپايي ټولنې د سرمشریزې او په مارچ میاشت کې د اروپايي ټولنې د دفاع په اړه د بحث لپاره د غونډې پر تیاریو خبرې وشوې.
په پرون ماښامنۍ غونډه کې د افغانستان د روان وضعیت په ګډون د وروستیو پرمختګونو په اړه په نړیوال ډګر کې د اروپايي ټولنې پر رول بحث وشو.
د غونډې له پیل مخکې د اروپايي شورا رئیس شارل مېشل وویل چې ناټو د اروپايي ټولنې او نړۍ د امنیت لپاره خورا مهم رول لوبوي.
میشل زیاته کړه: "زه باور لرم چې موږ باید د اروپایي ټولنې په کچه خپله دفاعي همکاري پیاوړې کړو، خو په عین حال کې باوري یم چې ناټو د اروپایي ټولنې او نړۍ د امنیت یوه ځواکمنه ستنه ده."
د اروپايي ټولنې له ۲۷ غړو سره د ګاونډۍ بالکان سیمې د هېوادونو سرمشریزه نن د تلې په ۱۴مه نېټه په پام کې ده.