جنوبي کوریا او شمالي کوریا د ګډ سرحد په اوږدو کې د تماسونو کانالونه بیا فعال کړي دي.
سئول نن دوشنبه وویل د دواړو کوریاګانو ترمنځ له اګسټ میاشتې راوروسته نن د لومړي ځل لپاره ټیلیفوني تماس ټینګ شو.
د جنوبي کوریا د یووالي وزارت په یو بیان کې ویلي چې د جنوب او شمال ترمنځ د تماس له ټینګېدو وروسته حکومت پر دې غور کوي چې د دواړو کوریاګانو ترمنځ د اړیکو د ټینګولو لپاره بنسټ رامنځته شوی دی.
شمالي کوریا د دواړو هېوادونو ترمنځ مخابراتي اړیکې په اګسټ میاشت کې د جنوبي کوریا او امریکا له ګډو پوځي تطبیقاتو وروسته پرې کړل.