Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

نوې ګمارنې؛ طالبانو ۲ وزارتونو ته نوي سرپرستان او ۹ ته مرستیالان اعلان کړل

طالبانو په یوه تازه پرېکړه کې نورالدین عزیزي د صنعت او سوداګرۍ او قلندر عبادي د روغتیا وزارتونو لپاره نوي سرپرستان ټاکلي دي. 


د دې دوو وزارتونو په ګډون اووه نورو وزارتونو ته بیا مرستیالان هم ټاکل شوي دي.


په نوېو ګمارل شوېو کسانو هم دې ډلې ته نږدې کسان ځای شوي او ښځو ته بیا هم په کې کومه څوکۍ نه ده ورکړل شوې.


د سرپرست وزیرانو سربېره، دې ډلې محمد بشیر او محمد عظیم سلطان‌زاده د سوداګرۍ وزارت مرستیالان نومولي. 


عبدالباري عمر او محمد حسن غیاثي بیا د روغتیا وزارت مرستیالان ټاکل شوي.


د طالبانو دوه مهم جنګي قوماندانان صدر ابراهیم د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال او عبدالقیوم ذاکر بیا د ملي دفاع وزارت مرستیال ګمارل شوی دی.


مجیب‌الرحمن عمر ته د اوبو او برېښنا وزارت د مرستیال څوکۍ او غلام غوث حیدري ته طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت څوکۍ ورکړل شوې ده.


ګل محمد او ګل زرین کوچی د سرحداتو او قبایلو چارو وزارت مرستیالان، ارسلا خروټی د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال او لطف‌الله خیرخوا د لوړو‌ زد‌ه‌کړو وزارت د تخنیکي مرستیال په توګه ټاکل شوي دي.


محمد فقیر د ملي احصایې ادارې سرپرست رییس، نجیب‌الله د اټمي انرژۍ د ادارې د رییس او نظر محمد مطمین بیا د المپیک د ملي کمېټې سرپرست ګمارل شوی دی.


د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال او ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، نوې ګمارنې تر ډېره د وړتیا پر بنسټ شوي: "کوم نوم‌لړ چې موږ اعلان کړ، تر ډېره پورې مسلکي کسان په پام کې نیول شوي. د بېلابېلو قومونو خلک د هزاره او نورو وروڼو پوهاند او دوکتور صاحبان مسلکي ادارو ته پېژندل شوي او له دې وروسته هم کوښښ کوو."




طالبان داسې مهال یو شمېر ادارو ته نوي سرپرستان او مرستیالان ټاکي چې وړاندې اعلان شوې کابینه یې په کور دننه او نړیواله کچه له دې کبله تر سختو نیوکو لاندې ده چې ټول‌ګډونه نه ده.


په کابینه کې د ښځو نه حضور بیا هم د یوې پوښتنې په توګه مطرح دی، په دې اړه مخکې په کابل کې ښځو پراخ غبرګون ښودلی او لاریونونه یې هم کړي دي.


طالبان هڅه کوي داسې مهال خپله کابینه بشپړه کړي چې د کابینې د تحلیف مراسم هم لغوه شوي دي.


طالب ویاند ذبیح‌الله مجاهد د سې‌شنبې په ورځ رسنیو ته وویل، د حکومت رهبرۍ پرېکړه کړې چې د وخت د ضایع کېدو د مخنیوي په خاطر د کابینې د تحریف مراسم لغوه کړي.


طالبانو له دې وړاندې ویلي و چې د کابینې تحلیف به په ځانګړي مراسمو سره ترسره شي او په کې به د یو شمېر مهمو هېوادونو استازي هم ګډون وکړي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus