Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د افغانستان کرکټ بورډ: وروستي بدلونونه به په چارو ناوړه اغېزه ونه‌کړي

د افغانستان کرکټ بورډ پر وړاندې ستونزو او اندېښنو د دې بورډ چارواکي کابل کې خبري ناستې ته اړ کړل.


د دغه بورډ چارواکي وايي، وروستي تحولات او بدلونونه به د دې بورډ په چارو ناوړه اغېزه ونه‌کړي، د بورډ چارې په عادي ډول دوام لري او په وړاندې یې هېڅ ستونزه نه‌شته.


عزیزالله فضلي چې نوی د دغه بورډ رئیس ټاکل شوی د سې شنبې په ورځ‌یې «۱۴۰۰ کال د وږې ۳۰» یوې خبري ناستې ته وویل، نړیوال جام لپاره پوره چمتووالی روان دی او کوم بدلونونه چې په دې وروستیو کې رامنځته شوي د بورډ د ښه‌والي لپاره دي.


ښاغلی فضلي د هغه اندېښنو په ځواب کې چې ګنې کرکټ بورډ کې سیاسي مداخلې کېږي وايي، هېڅ‌څوک د دې حق نه‌لري چې په یوه خپلواکه اداره کې مداخله وکړي.


نوموړي د کرکټ بورډ په مشرتابه کې د وروستیو بدلونونو په اړه وویل: "ډاکتر حامد چې کوم خدمت کړی موږ یې قدر کوو، هغه په طبي برخه کې زده‌کړې کړې وې چې په دې وروستیو کې په خپله برخه کې دا شان کسانو ته زیاته اړتیا ده، بله خبره هغه د کرونا ناروغۍ زیات خراب کړی و څو ځلې ما ورته وویل چې لاړ شه بل هېواد ته خپله درملنه وکړه، دغو ټولو حالاتو ته په کتو سره نوی کس چې ګمارل شوی زموږ په خوښه راغلی."




نوموړي زیاته کړه، اوسنی اجرائیه رییس نصیب حقاني هم د سرپرست په توګه ګمارل شوی او ډېر ژر به دغه بست اعلان ته ولاړ شي.


د افغانستان کرکټ بورډ مشر همدغه‌شان نړیوال جام ته د چمتووالي په تړاو رسنیو ته هم معلومات ورکړل. 


هغه وویل، اوس‌مهال ملي لوبډله په افغانستان کې دننه په تمرینونو بوخته ده او هر کله چې د ویزو چارې بشپړې شي د لا ښه تمرین لپاره به متحده عربي اماراتو ته ولاړه شي.


ښاغلي فضلي دغه‌شان د غوراوۍ کمېټې لپاره هم نوي غړي اعلان کړل.


نوموړي میرویس اشرف، رشید ځدړان، نورالحق ملکزی، عبدالله مزاري او میر مبارز د دې کمېټې د غړو په توګه ونومول.


خو د کرکټ چارو څارونکی بادام احمدزی بیا په دې نظر دی چې نن، سبا، د افغانستان کرکټ بورډ له بحران سره مخ دی.




ښاغلی احمدزی وايي: "د افغانستان کرکټ بورډ له سختو حالاتو تېرېږي او په دې اداره کې نوي بدلونونه د پوښتنو سره مل دي، په دې اداره کې سیاسي فشار او د ځینو کسانو شتون د کرکټ په زیان دی، په دې اداره کې که کارکوونکي وي او که لوبغاړي، غواړي چې له زوره کار واخلي او دغه اداره د شخصي ګټو لپاره وکاروي."


دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې شااوخوا میاشت وروسته د کرکټ نړیوال ۲۰ اوریز جام پیلېږي.


د کرکټ د څارونکو په باور دې جام ته باید افغان ملي لوبډله پوره چمتووالی ولري، خو دوی اندېښنه ښیي که په کرکټ بورډ کې وروستي کړکېچونه سم مدیریت نه‌شي پایلې به‌یې ښې نه‌وي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus