د پاکستان نړیوال هوايي شرکت یوه الوتکه نن سهار د کابل هوايي ډګر کې کېناسته
یوې سرچینې چې نومیې نهدی یاد شوی ویلي په دې الوتکه کې له اسلاماباده ۳۹ مسافر چې ډېری ژورنالېستان وو، کابل ته ورسول شول.
د جرمني «DPA» خبري اژانس د «PIA» د ویاند عبدالله حفیظ خان په حواله راپور ورکړ چې وايي د دې شرکت یوې بوئینګ ۷۷۷ الوتکې د ستنېدو پر مهال د سفر د قانوني اسنادو لرونکي شااوخوا ۸۰ کسان اسلاماباد ته ولېږدول.
د «PIA» ویاند وايي کابل ته له پاکستانه چارتر الوتنې به د اړتیا په اساس ترسره شي او زیاتوي چې بله الوتنه د چهارشنبې ورځې لپاره پلان شوې ده.
«PIA» هیله ښودلې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ عادي الوتنې به ډېر ژر پیل کړي.