چینايي شرکت: مناسب وخت کې به د افغانستان د مس عینک پروژه عملي کړو
د دې شرکت رئیس جینګ ګاوچینګ (Zheng Gaoqing) نن په یوه انلاین غونډه کې دا خبره وکړه.
جیانګ شي او د «MCC» په نوم یو بل شرکت په ۲۰۰۸ کال کې د ۳۰ کلونو لپاره د مس عینک کان د استخراج تړون ترلاسه کړی و.
د اټکلونو له مخې د دې کان د مسو زېرمه له ۱۱ ملیون ټنو زیاته ده.
دا تړون د حامد کرزي د ولسمشرۍ پر مهال افغان حکومت او دې دوو چینايي کمپنیو لاسلیک کړ، خو د مخکېني ولسمشر اشرف غني د حکومت پر مهال د ناامنیو له کبله چین له دې پروژې په شا شو.