ملګري ملتونه نن د افغانستان د بشري وضعیت په اړه د لوړې کچې غونډه جوړوي
د وزیرانو په کچه دې غونډه کې به افغانستان سره د بېړنیو بشري مرستو په لارو چارو خبرې کېږي.
دا غونډه چې ګډونوالیې د همدې سازمان د غړو هېوادونو وزیران دي په جنوا کې د افغانستان په وخت د مازدیګر په څلور نیمو بجو پیلېږي او درې ساعته دوام کوي.
غونډه کې پر دې خبرې کېږي چې د بېوزله افغانانو د لاسنیوي لپاره څنګه سملاسي مرسته وشي.
تر اوسه د غونډې د څرنګوالي ډېر جزئیات نهدي خپاره شوي، خو برخهوال بهیې مخامخ جنوا کې سره جرګه کېږي او د انلاین ګډون اسانتیاوې هم پهکې په پام کې نیول شوې دي.
دا غونډه داسې مهال جوړېږي چې په افغانستان کې د طالبانو له راتګ مخکې نیمایي وګړو چې ۱۸ ملیونه کېږي، مرستو ته اړتیا درلوده.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې د طالبانو د راتګ پر مهال جګړو او بېځایه کېدنو دا اړتیا نوره هم ډېره کړې ده.
دې سازمان ویلي، یوازې د همدې ۲۰۲۱ کال له پيله تر اوسه څه باندې پنځه لکه او ۵۰ زره کسان له خپلو اصلي مېنو بېځایه شوي دي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش له دې غونډې مخکې ویلي چې افغانستان له یوه بشري ناورین سره مخامخ دی او د ملګرو ملتونو وجهي صندوق (IMF) ته پهکار ده چې هغه شااوخوا ۴۴۴ ملیونه ډالر چې پر کابل د طالبانو له واکمنېدو راهیسې یې کنګل کړي، استثنایي ازادې کړي یا یې افغانستان ته د ورکولو لپاره مېکانیزمونه جوړ کړي.
په همدې حال کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې مشر پیټر مورېر ویلي، د طالبانو مشرتابه ډاډ ورکړی چې افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکولای شي.
مورېر چې تېره اوونۍ په درې ورځني سفر افغانستان ته تللی د سویس لي ماتین (Le Main) ورځپاڼې ته ویلي، سفر یې له لاسته راوړنو ډک و.
مورېر په کابل، کندهار او لښکرګاه کې له خپلو همکارانو سره کتلي او ویلي یې دي، افغانستان کې د پخوانیو دوو میاشتو پرتله امنیت هم ډاډمن شوی دی.
نوموړي زیاته کړې، له هغو عامو افغانانو سره چې ده خبرې کړي، ورتهیې ویلي چې د یوې اوږدې جګړې د پای ته رسېدو هیلې ورته پیدا شوې دي.
ملګري ملتونه او سره صلیب کمېټه داسې مهال له افغانانو سره د مرستو په لارو چارو خبرې کوي چې طالبانو مرستندویه مؤسسو او ادارو ته د امنیت د ټینګښت او خوندیتوب ډاډ ورکړی دی.