Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

ملا برادر په کابل کې د افغانستان "د نوي حکومت جوړېدو" په خبرو بوخت دی

د طالبانو د تحریک مرستیال او د قطر د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر له خپل اته کسیز پلاوي سره کابل ته رسېدلی دی.

ملا برادر  په داسې وخت کې کابل ته تللی چې له تېرو څو ورځو را په دې خوا په هېواد کې دننه او بهر د افغانستان د راتلونکي حکومت په اړه د طالب مشرانو او افغان سیاستوالو تر منځ لیده کاته او خبرې روانې دي.


د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد یوه سيکرتر مولوي بلال کریمي د اګست پر ۲۱مه، مشال راډیو ته وویل:” ملا عبدالغني برادر اخوند له خپلو ملګرو سره کابل ته راغلی او په هېواد کې د روانو مسایلو او موضوعاتو په اړه جدي مجالس او مشورې روانې دي، تر څو د خبرو او ډیالوګ له لارې د هېواد مسایل یو طرفه شي او یو همه شموله سیسټم رامنځ ته شي.“


طالبان وايي، د دوى مرستيال مشر ملا عبدالغني برادر په کابل کې د نوي حکومت جوړېدو په خبرو بوخت دى.


د طالبانو چارواکي، د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزى او د ملي مصالحې د عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله له تېرو څو ورځو راهېسې پرله پسې، په غونډو بوخت دي او غواړي يوه جوړ جاړي ته سره ورسېږي.کابل ته د ملا عبدالغني برادر په ورتګ سره ښکارې چې سیاسي خبرې به ګړندۍ شي.


له بلې خوا د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله او پخواني ولسمشر حامد کرزي د پنجشیر له مشرانو سره کتلي دي.




عبدالله په خپل فیسبوک پاڼه کې د پنجشیر قومي مشرانو، علماوو او قومندانو سره د ناستې عکسونه خپاره کړي او لیکلي یې دي چې دا د نظرونو د تبادلې لپاره جوړه شوې ده.


تردې مخکي د حامد کرزي، عبدالله عبدالله، د مشرانو جرګې مشر عبدالهادي مسلمیار او د طالبانو د سیاسي دفتر غړي انس حقاني ترمنځ هم په کابل کې لیدنه شوې ده.

دا د کابل تر نیولو وروسته د طالبانو د لوړ پوړو مشرانو لومړۍ ډله ده چې کابل ته رسیږي.


طالب چارواکي په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني متحده عربي اماراتو ته پناه یووړه او وروسته بیا د هغه لومړي مرستیال امرالله صالح اعلان وکړ چې د قانون له مخې د جمهوري ریاست سرپرستي پر غاړه اخلي.


بلخوا د پخواني جهادي قومندان احمد شاه مسعود زوی، احمد مسعود د طالبانو پر ضد د مقاومت د پیل خبر ورکړی. احمد مسعود په یوې مقاله کې چې په واشنګټن پوسټ کې خپره شوې ویلي، پر افغانستان به د طالبانو تسلط د دې لامل شي چې دا هیواد د ترهګرو او اسلام پالو په اصلي پټنځای بدل شي او یو ځل بیا به په افغانستان کې د نړۍ پر ډیموکراسۍ د بریدونو طرحه جوړه شي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus