Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

طالبان وایي جهادي قوماندان اسماعیل خان او د هرات یو شمېر دولتي چارواکي ورتسلیم شول

وسله‌وال طالبان وایي چې په هرات کې د دې ولایت له نیولو وروسته پخوانی جهادي قوماندان او د حکومت پلوه ولسي وسله‌والو مشر اسماعیل خان او یو شمېر نور دولتي چارواکي دغه ډلې ته تسلیم شوي دي.


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال عبدالرحمان رحمان، د ظفر قول اردو قوماندان نبي احمدزی، د هرات والي عبدالصبور قانع او د دې ولایت د ملي امنیت رئیس حسیب صدیقي نور هغه کسان یاد شوي چې د طالبانو د ادعا له مخې له دې ډلې سره یوځای شوي دي.


طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې یادو کسانو ته د عزتمن ژوند د دوام ډاډ ورکړل شوی دی.


پر ټولنیزو رسنیو په ځانګړي ډول فېس‌بوک هم یوه وېډیو لاس په لاس کېږي او په‌کې ښودل کېږي چې ظاهراً اسماعیل خان د طالبانو تر ولکې لاندې سیمه کې دی.


په دې وېډیو کې له اسماعیل خان پوښتل کېږي چې څه احساس کوي؟


نوموړی وایي لا لومړۍ شېبې دي هېڅ نه‌شي ویلی. د طالبانو له لوري په دې خپره شوې وېډیو کې اسماعیل خان د جګړې ښکېل لوري سولې ته رابولي: "افغانان دې د یو بل ترڅنګ پرمختللی ژوند ولري، هیله لرم چې ټول وروڼه د سولې په فضا کې ژوند وکړي، جګړه پای ته ورسېږي او هېواد ته سوله او ثبات راشي."


لا معلومه نه‌ده چې دا وېډيو څنګه او څه وخت شوې ده.


طالبانو تېره ورځ ناوخته د هرات مرکز ونیوه، اسماعیل خان هم له تېرو څو اوونیو راهیسې همدغلته وو او د طالبانو پر ضد یې د حکومت پلوه وسله‌والو مشري کوله.




دغه جهادي قوماندان او د هرات پخوانی والي په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال هم د دغه ډلې له لوري نیول شوی و، خو له څه مودې بند وروسته د کندهار له زندان پر وتلو بریالی شو.


دا په داسې حال کې ده چې لږترلږه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هرات په ګډون د شپږو ولایتونو مرکزونه د طالبانو لاس ته ورغلي دي.


کندهار، هلمند، ارزګان، زابل او لوګر نور هغه ولایتونه دي چې طالبانو یې د مرکزونو د نیولو ادعاګانې کړې دي.


د افغانستان دفاع وزارت د طالبانو د نویو پرمختګونو په اړه څه نه‌دي ویلي، خو د دې وزارت په رسمي فېس‌بوک پاڼه په خپرو شویو بېلابېلو اعلامیو کې راغلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې په هوایي حملو او مخامخ نښتو کې له ۳۰۰ ډېر طالبان وژلي او نږدې ۲۰۰ نور یې ټپیان کړي دي.


په همدې حال کې د افغان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د طالبانو د ماتې ډاډ ورکړی، خو ویلي دي چې دا کار قرباني غواړي.




نوموړي پر خپل فېس‌بوک لیکلي دي چې "تر هېڅ ډول شرایطو لاندې او د هېڅ ډول امتیاز په مقابل کې د افغانستان پر خلکو د طالبانو ولکه نه‌منم او هېڅ ډول معاملې ته چې شرایط‌یې طالبانو تحمیل کړي وي نه‌تسلیمېږم."


ښاغلي صالح ویلي دي چې د افغانانو له حقوقو دفاع کوي او د وضعیت د بدلون لپاره به ټولې هڅې وکړي.


په ورته وخت کې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د یوې غونډې د جریان ناتأييد شوي راپورونه هم ورکړل شوي دي.


ویل کېږي چې د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله له قطره کابل ته رارسېدلی او ولسمشر غني سره‌یې له طالبانو سره د لیدنو راپور شریک کړی دی.


لا معلومه نه‌ده چې په دې غونډه کې څه روان دي، خو ویل کېږي چې ښایي د افغانستان د راتلونکې په اړه په‌کې مهمې پرېکړې وشي.


اخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ویلي دي چې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د امریکا دفاع وزیر سره‌یې د افغانستان د وروستیو امنیتي حالاتو په اړه پلانونه شریک کړي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus