Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

کندهار کې یوه میاشت جګړه؛ میرویس روغتون ته '۱۶۹ مړي او ۶۱۶ ټپیان' وروړل شوي

په کندهار ښار کې د جګړې یوه میاشت پوره شوه، دغې موده کې د یاد ولایت میرویس روغتون ته ۱۶۹ مړي او ۶۱۶ ټپیان وروړل شوي چې ډېره برخه‌یې ملکیان دي.


چارواکي وايي، ۲۵ زره کورنۍ له خپلو کورونو بې‌ځایه شوي او دغه‌شان د خلکو کاروبار هم په ټپه درېدلی دی.


دا مخامخ جګړې د کندهار ښار په لومړۍ، شپږمه، اوومه، اتمه، نهمه، ۱۳مه او ۱۵مه ناحیه کې روانې دي.


د ۲۰۵ اتل قول اردو د ویاند مرستیال جګړن صادق عیسی وايي، د وسله‌والو طالبانو له‌خوا د نیول شویو سیمو د بېرته نیولو لپاره عملیات دوام لري.


ښاغلی عیسی زیاتوي: "د افغان امنیتي ځواکونو په ځانګړې توګه خاصو ځواکونو، ملي اردو، ملي امنیت، ملي پولیسو له‌خوا په ډېر لوړ مورال سره د دښمن پر ضد د کندهار ښار په بېلابېلو سیمو کې عملیات روان دي."


دغه‌راز د میرویس روغتون مشر ډاکتر محمد داوود فرهاد ازادي راډیو ته وویل چې یو شمېر ټپیان چې زخمونه‌یې سطحي وو له روغتون څخه رخصت شوي.




ډاکتر فرهاد وايي: "په تېره میاشت کې د میرویس حوزوي روغتون ته د ۶۱۶ په شااوخوا کې ټپیان او ۱۶۹ جسدونه راوړل شوي دي، په ټپیانو کې ډېره برخه ملیکان دي او پاته نظامیان دي، په ملکیانو کې ۱۰۳ ښځې او ۱۳۶ ماشومان دي."


 روغتون ته راوړل شوي ډېری کسان د هاوان‌ په ګولیو، هوايي بریدونو او مخامخ ډزو کې مړه او ټپیان شوي دي.


خلک هره ورځ د جګړو له امله خپل کورونه پرېږدي او نورو سیمو ته پناه وړي چې ډېری کورنۍ په دولتي تأسیساتو په خاص ډول د ښوونځیو په ودانیو کې ځای پر ځای شوي دي.


راحله چې د ښار له اوومې حوزې بې‌ځایه شوې وايي: "جنګونه شول هېڅ شی مو نه‌دي راوړي، ډک کور مو پاته شو اوس وېرېږو چې وبه سوځي لکه د نورو خلکو کورونه چې وسوځېدل."


د کندهار د کډوالو چارو رئیس دوست محمد نایاب وايي، په تېره یوه میاشت کې د کندهار ښار د جګړو له امله د بې‌ځایه شویو کورنیو شمېر ۲۵ زره ته رسېږي چې د سرپناه د ډېرې جدي ستونزې سره مخامخ دي.




ښاغلي نایاب وویل: "متأسفانه زرګونه کورنۍ چې ټول شمېر یې ۲۵ زره کېږي د کندهار ښار د جګړو له سیمو بې‌ځایه شوي دي."


په دې جګړه کې نه‌یوازې خلکو ته مرګ‌ژوبله اوښتې او له خپلو سیمو بې‌ځایه شوي، بلکي په ښار کې کاروبار هم په ټپه درېدلی دی.


‌وسله‌وال طالبان همدا اوس د کندهار ښار په بېلابېلو سیمو کې د پرمختګ او په پرله‌پسې توګه د یو شمېر امنیتي پوستو د سقوط ادعا کوي، خو د افغان ځواکونو او خپل لور ته د اوښتو تلفاتو په اړه‌یې څه نه‌دي ویلي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus