Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

واشنګټن پوسټ: طالبان غواړي بیا پر افغانستان واکمني وکړي، خو دا هېواد بدل شوی

واشنګټن پوسټ


واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د افغانستان په اړه په دې عنوان یوه مقاله خپره کړې ده، طالبان غواړي یو ځل بیا پر افغانستان واکمني وکړي خو دا هېواد بدل شوی دی.  


د مقالې په لومړیو کې راغلي چې د امریکا د پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش په ګډون ګڼ شمېر ښي اړخي سیاستوال خبرداری ورکوي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو ایستل به یوه لویه تېروتنه وي.


د لیکوال په باوردا منتقدین نورهم زړور شوي چې طالبانو په دې وروستیو کې ګڼې ځمکې لاندې کړي.  


د لیکوال په باور په افغانستان کې وروستیو پېښو یو ځل بیا له ۱۹۹۰یمې لسیزې سره د افغانستان د وضعیت پرتلې ته لاره پرانیسته. خو د مقالې د لیکوال په لیکنه اوسنی افغانستان له سیاسي لحاظه په بېل وضعیت کې دی.


د لیکوال په باور افغانانو له تېرو شلو کلونو راهیسې د نړیوالو په همکاري د ټول شموله ټولنې پر رامنځته کولو هڅې وکړې- د یوې داسې ټولنې چې جمهوریت، بشري حقونو او سولې ته ارزښت ورکوي او د ټلوېزیون، راډیو او انټرنیټ او کتابتونو له لارې افغانانو له یو بل سره په تماس کې د پاتې کېدو او بحث کولو لارې چارې ولټولې.  


د مقالې لیکوال استدلال کوي، نوی افغان نسل چې په ۱۹۹۰یمه او ۲۰۰۰مه لسیزې پر مهال زېږېدلی، له بېلو توقعاتو سره رالوی شوی او دا ځکه چې دوی رسنیو، لوړو زده کړو او په سیاست کې ونډه لرلو ته لاسرسی درلود.  


د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په دې مقاله کې راغلي چې وروسته له شل کلنې مبارزې چې افغانانو د خپلو حقونو لپاره کړې، دوی نه غواړي چې تر استبدادي واکمني لاندې او یا د جنګسالارانو تر لاس لاندې ژوند وکړي.  



بلومبرګ خپرونه


بلومبرګ خپرونې د کابل هوایي ډګر د امنیت په برخه کې د ترکیې د ولسمشر پر څرګندونو مقاله خپره کړي او لیکلي یې دي، امریکا دې په دې برخه کې مرسته ورسره وکړي.  


مقاله دې خبرې ته اشاره کوي چې له تېرو شپږو کلونو راهیسې ترکیه د غوڅ ملاتړ ماموریت تر چتر لاندې د کابل هوایي ډګر د نظامي برخې په امنیت کې مرسته کړې.


د مقالې د لیکوال په باورد کابل د هوايي ډګر د ټولو امنیتي چارو سمبالول به د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ته یو فرصت برابر کړي چې له واشنګټن سره یې هغه اړیکې بېرته سمې شي چې د روسیې د میزایلو د دفاعي سیستم له کبله چې ناټو یې خپل امنیت ته خطر ګڼي، ترینګلي شوي وې.  


طالبانو تېره اوونۍ ترکیې ته د دې پلان په نتیجه کې د جدي پایلو خبرداری ورکړ. اردوغان د دوی انتقاد رد کړ.  

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus