د امریکا متحدو ایالاتونو پرون پنجشنبه (د چنګاښ ۳۱مه) د کیوبا پر دفاع وزیر او د ځانګړو ځواکونو پر قطعې د روانې میلادي میاشتې په لومړیو کې د دولت-ضد مظاهرو پر مهال له بشري حقونو د سرغړونو د ادعاوو له کبله بندیزونه ولګول.
د امریکا خزانې وزارت د کیوبا د دفاع وزیر ایلوارو لوپیز میرا (Álvaro López Miera) او د کیوبا د کورنیو چارو وزارت اړوندې د ځانګړو ځواکونو پر قطعې دغه بندیزونه اعلان کړل.
د دغو بندیزونو له مخې په لوپیز میرا او د ځانګړو ځواکونو په قطعې پورې اړوندې هر ډول شتمنۍ کنګل کېږي، د امریکا وګړي، اوسېدونکي او کمپنۍ له دوی سره له هر ډول مالي راکړې ورکړې منع کېږي.
د امریکا د خزانې وزارت په حواله، د کیوبا دفاع وزارت او د امنیتي خدماتو ادارې مامورانو شااوخوا ۱۰۰ هغه کسان نیولي چې په پام کې یې لرل مظاهرې وکړي. د مظاهرو له پیله لږ تر لږه یو کس وژل شوی دی.
د کیوبیا د بهرنیو چارو وزیر برنو رودریګز په ټویټر کې تازه بندیزونه 'بې بنسټه او ناوړه' بللي دي.
په کیوبا کې دغه مظاهرې تر اقتصادي بحران وروسته د اساسي توکو د ګرانۍ او د برښنا د پرچاوۍ له کبله پیل شوې وې.