Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

له ښکېلو غاړو د افغان ښځو شبکې غوښتنه: تاوتریخوالی ودروئ او د خبرو مېز ته وګرځئ

د افغان ښځو شبکې د جګړې له ښکېلو غاړو وغوښتل چې تاوتریخوالی ودروي او د سولې خبرو مېز ته وګرځي.


دغې شبکې ملکي وګړي په ځانګړي ډول ښځې او ماشومان د جګړې اصلي قربانیان وبلل او له حکومت‌یې وغوښتل، پرېنه‌ږدي چې د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې د جګړې قرباني شي.


د دغې شبکې یوې غړې فرشتې فرح وویل: "د جګړې له دواړو غاړو غوښتنه کوو چې تاوتریخوالی پای ته ورسوي او اوربند وکړي، د بې‌ګناه ملکي وګړو له وژلو لاس واخلي او اوربند وکړي، مذاکرات پیل کړي څو دوامدارې سولې ته ورسېږو."


دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په شمال، په ځانګړي ډول د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې یو شمېر ښځو د طالبانو له لوري د محدودیتونو له لګولو اندېښنه ښودلې، هغه څه چې طالبانو رد کړي دي.


یوه افغانه مېرمن چې د امنیتي ګواښونو له امله نه‌غواړي خپل نوم واخلي، د خپل پلرني ټاټوبي فاریاب ولایت د شیرین تګاب په ولسوالۍ کې د ژوند کیسه کوي، کومه چې دا مهال د طالبانو تر ولکې لاندې ده.


نوموړې وایي، له تېرو څلورو کلونو راهیسې ډېرې سیمې د طالبانو په واک کې وې او یوازې د دې ولسوالۍ امنیه قومانداني له حکومت سره وه چې هغه هم یوه اوونۍ وړاندې د طالبانو تر کنټرول لاندې راغله.




هغه څه چې دغه مېرمن د اوس په اړه وایي، ۲۰ کاله وړاندې د طالبانو د واکمنۍ له کیسو سره ورته ده، د مېرمنو له زده‌کړې نیولې د نارینه‌وو په فعالیتونو محدودیت او د خلکو بې‌ځایه کېدل.


د دغې مېرمن په وینا چې په شیرین تګاب کې نجونې تر څلورم ټولګي پورې د زده‌کړې حق لري او یو شمېر مېرمنې په زوره طالبانو ته نکاح شوې دي.


دغه مېرمن زیاتوي: "د طالبانو تر کنټرول وړاندې دا یو له امنو ولسوالیو څخه وه، خو کله چې طالبان راغلل خلک بې‌ځایه شول، مزار او جوزجان ته کډه شول، کورونه وران شول، څلور کاله وشول چې د شپې له‌خوا خلک برق نه‌لري، د طالبانو درې وخته ډوډۍ په خلکو ده، دغلته د خوښۍ مراسم باید د طالبانو په خوښه وي، نجونې یې ځان ته نکاح کړې، ښوونځي یې وتړل، نجونې یوازې تر څلورم ټولګي د زده‌کړې حق لري."


دا په دې وروستیو کې د ډېرو مېرمنو اندېښنې دي، هغه ادعاوې چې طالبان‌یې ردوي.


په داسې شرایطو کې چې جګړو زور اخیستی او په پرله‌پسې ډول ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېږي، مېرمنې تر هر وخت ډېرې اندېښمنې دي.


همدارنګه د ښځو د حقونو یوې فعالې مېرمن مسعودې کوهستانۍ په دې اړه وویل: "د مېرمنو اندېښنه د ټولو خلکو اندېښنه ده، په تېرو ۲۰ کلونو کې مېرمنې لوړو څوکیو ته ورسېدې او مهمې لاسته راونې یې درلودې، خو طالبانو د جګړې په دوام سره د سولې په پروسې د خلکو باور له‌منځه وړی، باید اوربند وکړي او له وحشت څخه لاس واخلي."




دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره په خپل کنټرول لاندې سیمو کې د محدودیتونو لګولو ادعا ناسمه بللې او هغه‌یې تبلیغات یاد کړي.


طالب ویاند ذبیح‌الله مجاهد په خپل ټویټرپاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دې ډلې تر کنټرول لاندې سیمو کې څوک حق نه‌لري چې چاسره ناوړه چلند وکړي او یا د ښځو او نارینه‌وو د ژوند د تګلارې په تړاو خپل‌سري قوانین عملي کړي.


طالبانو دغه خبرپاڼه داسې مهال خپره کړې چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې جګړو زور اخیستی، طالبان وايي ډېری ولسوالۍ د دوی په لاس سقوط شوي هغه څه چې د افغانستان دفاع وزارت‌یې تاکتیکي شاتګ بولي او وايي چې ډېر ژر به دا ولسوالۍ بېرته ونیسي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus