د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې د شانګهای همکاریو سازمان په چوکاټ کې د افغانستان د تماس ډلې څلورمه غونډه.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکي وایي، په دې ناسته کې چې د سې شنبې او چهارشنبې په ورځو ده، د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر هم ګډون کړی او د افغانستان روان امنیتي وضعیت بهیې د بحث اجنډا وي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حامد تهذیب د سې شنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۲۲» ازادي راډیو ته وویل: "د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د شانګهای همکاریو سازمان په چوکاټ کې د افغانستان د تماس ډلې په څلورمه ناسته کې د ګډون په هدف تاجکستان ته سفر کړی، په شانګهای سازمان کې د افغانستان بشپړ غړیتوب، له افغانستان سره د شانګهای سازمان همکاري، د هېواد اوسنی امنیتي وضعیت او د دغه حالاتو اغېز پر امنیت او پراختیا بحث کول د دغه سفر اصلي هدفونه دي."
ښاغلی تهذیب وایي، په دې ناسته کې به د سیمې اتو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران ګډون وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د اجنډا پر بنسټ به نن سې شنبه د کوربه هېواد د بهرنیو چارو وزیر له مېلمنو سره دوه اړخیزې ناستې ولري.
د تاجکستان پلازمېنه دوشنبې ښار داسې مهال د شانګهای همکاریو سازمان په چوکاټ کې د افغانستان د تماس ډلې د ناستې کوربهتوب کوي چې د دغه هېواد ولسمشر امام علي رحمان تازه د افغانستان په شمال کې د وروستیو جګړو له امله د ګواښونو د کنټرول لپاره له افغانستان سره د پولې په اوږدو کې د ۲۰ زرو ځواکونو د ځای پر ځای کېدو امر کړی دی.
د شانګهای همکارۍ سازمان یا شانګهای تړون یو اقتصادي او امنیتي تړون دی، د جوړېدو تړونیې د ۲۰۰۱ کال د جون میاشتې په ۱۵مه نېټه د چین، قزاقستان، قرغزستان، روسیې، تاجکستان او ازبکستان د مشرانو لهخوا د چین په شانګهای ښار کې اعلان شو.
دغه سازمان د جوړېدو په لومړيو کې ۶ غړي هېوادونه درلودل، خو اوسيې شمېر ۸ ته زيات شوی او د دې ترڅنګیې ۴ ناظر (کتونکي) هېوادونه او ۶ ملګري هېوادونه هم لري.
افغانستان د دغه سازمان له کتونکو (ناظرو) غړو څخه دی.
بلخوا د نړیوالو چارو یو شمېر افغان پوهان وایي، که څه هم دا شان نړیوالو ناستو په تېر کې د افغانستان لپاره کومه ځانګړې ګټه نهدرلوده، خو که افغان حکومت اوسنیو شرایطو ته په کتو یوه پیاوړې بهرنۍ تګلاره دغه ناستې ته وړاندې کړي کېدای شي د سولې له پروسې د ملاتړ په برخه کې مرسته وکړي.
له دې ډلې په امریکا کې د افغانستان سولې د مطالعاتو انستیتوت مشر او د نړیوالو چارو پوه یاسر احمدزي ازادي راډیو ته په دې اړه وویل: "تر ډېره بریده د افغانستان پر سولې کوم مستقیم اغېز نهشي کولای، خو د دې لپاره چې د شانګهای سازمان غړي هېوادونه افغان سولې پورې ځان تړلي بولي، هغه که اقتصادي وجه ده یا هم امنیتي، نو د دې لپاره که زموږ بهرنۍ پالېسي ښه وځلېږي او ښه عدالت غوښتنه وشي کېدای شي د دغو هېوادونو پام لا زیات د افغانستان سولې ته واړوو."
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر او ملګری پلاوی داسې مهال د شانګهای همکاریو سازمان کې د تماس ډلې په ناسته کې د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه بحث کوي چې په دې وروستیو کې له دغه هېواده د بهرنیو ځواکونو د وتلو د بهیر له پیل سره د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتو زور اخیستی دی او ګڼ شمېر ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ورغلې دي.