د بریتانیا دفاع وزیر بین والس وایي، بریتانیا به له طالبانو سره کار وکړي که دا ډله په افغانستان کې په قدرت کې شریکه شي او د بشري حقونو درناوی وکړي.
والس دا خبره بریتانوۍ ډيلي ټیلګراف ورځپاڼې ته کړې او ویلي یې دي، له دې پرته چې راتلونکی حکومت به څه بڼه ولري، که هغه د مهمو نړیوالو نورمونو رعایت وکړي، د بریتانیا حکومت به ورسره کار وکړي.
والس دغه راز ویلي چې د سولې ټولې پروسې بالاخره دا اړتیا په ډاګه کوي چې له دښمن سره روغه وشي.
په عین حال کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت هم د افغانستان له دولت او طالبانو غوښتي چې د یوه انتقالي ایتلافي حکومت د جوړولو لپاره با مفهومه خبرې پیل کړي.
دا خبره د روسیې ریا نووستي خبري اژانس د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له قوله کړې.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف د شانګهای د همکارۍ د سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې یو ګډونوال دی چې د تاجکستان پلازمېنه دوشنبه یې نن کوربنه ده.
په دې غونډه د افغانستان د بهرنیو چارو وزیرحنیف اتمر هم ګډون کړی او د بحث یوه موضوع به یې هم په دې سازمان کې د افغانستان د بشپړ غړیتوب پر مسالې څرخي.
په اوس وخت کې افغانستان د دې اته کسیز سازمان څارونکی غړی دی.