Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د افغانستان په ښوونځیو کې د ښوونکو کموالي یو ځل بیا ستونزې زېږولي

د افغانستان په ښوونځیو کې د ښوونکو کموالی یوه جدي ستونزه چې تر اوسه پر ځای پاتې ده.


په کابل او ځینو ولایتونو کې زده‌کوونکي شکایت کوي چې په ورځ کې یې یو یا څو درسي ساعتونه د ښوونکو د کمښت له امله له درس پرته ضایع کېږي.


د کابل ښار د رحمان مېنې د نجونو لېسې زده‌کوونکې زهرا د چهارشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غويي ۰۱» ازادي راډیو ته وویل، د دغه ښوونځي زده‌کوونکي د تعلیمي کال له پیل نه تر اوسه پورې د ښوونکو له کموالي سره مخ دي.


زهرا وايي: "یوه میاشت کېږي چې درسونه پیل شوي، خو د انګلېسي ښوونکی نه‌لرو، د ټول ښوونځي نهم ټولګي له دغې ستونزې سره مخ دي، هیله مو ده چې ښوونکي مو پوره شي."


بل زده‌کوونکی دین محمد هم له ورته ستونزې شکایت کوي: "څو مضمونونه یو ښوونکی تدریسوي، څوکۍ هم پوره نه‌دي، ښوونځي کې مو د اوبو ستونزه هم شته."




د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، اوس د هېواد په ۱۸،۰۰۰ دولتي ښوونځیو کې ۲۲۰ زره رسمي او زرګونه حق‌الزحمه يي ښوونکي په تدریس بوخت دي، خو په ځینو ښوونځیو کې ډېری قراردادي ښوونکي چې د دوی په خبره تنخوا نه‌ورکول کېده ، دندې یې پرېښې دي.


عصمت‌الله مشعل د فیض محمد کاتب د لېسې مخېکنی ښوونکی چې څه باندې ۹،۰۰۰ زده‌کوونکي لري، ازادي راډیو ته وویل: "یوه میاشت مو درس ورکړ، خو برخلیک مو روښانه نه‌شو، ۱۸۶ له تشکیله بهر ښوونکو تصمیم ونیو چې ښوونځی پرېږدي. اوس په هغه ښوونځي کې یوازې ۱۶ ښوونکي پاتې دي."    


د پوهنې وزارت ویانده نجیبه ارین په ښوونځیو کې د ښوونکي د کموالي ستونزه مني، خو وايي د ۱۴۰۰ کال د بودجې د تصویبېدو د ځنډ له امله دغه ستونزه رامنځته شوه.


نوموړې وايي، ډېر ژر به د مالیې وزارت په مشورې د افغانستان په ښوونځیو کې باالمقطع ښوونکي وګمارل شي.




اغلې ارین زیاتوي: "زموږ همکاران د مالیې له وزارت سره د باالمقطع ښوونکو په اړه بحثونه لري، په لږه موده کې د باالمقطع ښوونکو د جذبولو لړۍ پیل او دغې ستونزې ته به رسېدنه وشي."


په ورته وخت کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون د عامه اړیکو مسؤل فهیم رسا وايي، د جمهور رئیس محمد اشرف غني د سپارښتنې له مخې، په تازه ورځو کې د ۱۱ زره ښوونکو د ګمارلو کار پیل شوی چې ۳۰ سلنه به‌یې ښځې وې.


ده دا هم وویل چې په تېرو درېیو کلونو کې ۵۱ زره ښوونکي د ازادو سیالیو له لارې استخدام شوي دي.  


اوس د افغانستان په ښوونځیو کې کابو ۱۰ ملیونه نجونې او هلکان په زده‌کړو بوخت دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus