Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

اسرائیل ته د ایران خبرداری؛ روسیه وايي رامنځته شوی وضعیت له نږدې څاري

وروسته له هغې چې ایران اسرائیل په نطنز اټمي تأسیساتو کې په وروستي برید تورن کړ او ژمنه‌یې وکړه چې د دغه برید غچ به واخلي، روسیه وايي چې د دغې پېښې پر سر رامنځته شوی وضعیت له نږدې څاري.


د روسیې د بهرنیو چارو وزارت پرون دوشنبه په یوه بیان کې وویل چې دغه وضعیت خطرناک دی او کولای شي د اټمي تړون په اړه د بیاکتنې لپاره پر خبرو چې ټاکل شوې سبا چهارشنبه په ویانا کې بېرته پیل شي، اغېز وکړي.


د روسیې د بهرنیو چارو وزارت دغه‌راز ویلي چې دوی هیله‌من دي چې دغه پېښه هغو ته ګټه ونه‌رسوي چې نه‌غواړي د نړۍ له قدرتونو سره د ایران اټمي تړون بېرته راژوندی شي.


د ایران د اټمي انرژۍ د ادارې مشر علي اکبر صالحي پرون وویل، د اټمي ترورو یوه عمل د نطنز په اټمي تأسیساتو کې د یکشنبې په ورځ برېښنا پرې کړه. تر دې یوه ورځ مخکې د تهران په جنوب کې تر ځمکې لاندې په دغو تأسیساتو کې چې له امنیتي پلوه د ایران تر ټولو خوندي تأسیسات ګڼل کېږي، د یورانیمو د پخولو نوي سنترفیوژونه فعال شوي و.




دغه پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې د نړۍ له قدرتونو سره د ایران د اټمي تړون په اړه د تهران او واشنګټن د اختلافاتو د هواري لپاره د اروپایي ټولنې په منځګړیتوب هڅې روانې دي. 


د ایران دولتي ټلوېزیون پرون دوشنبه د ایران د بهرنیو چارو د وزیر محمد جواد ظریف له قوله خبر ورکړی چې ویلي یې دي، دغه برید د اسرائیل کار دی او ورڅخه غچ ځکه اخلي چې هېواد یې د بندیزونو په لیرې کولو کې پرمختګ کړی و.


ښاغلي ظریف د خپلې دې ادعا لپاره چې د دغه برید تر شا د اسرائیل لاس دی کره شواهد وړاندې نه‌کړل، خو دومره‌یې وویل چې اسرائیل په ښکاره ویلي چې ایران ته به اجازه ورنه‌کړي څو خپل اټمي پروګرام ته پراختیا ورکړي.


اسرائیل تراوسه د ایران د دغې ادعا په اړه څه نه‌دي ویلي او تر دې مخکې یې هم ډېر ځلي په ښکاره د بریدونو مسؤلیت نه‌دی اخیستی.


اروپایي ټولنې هم د روانو خبرو چې هدف‌یې د ایران له اټمي پروګرام سره بېرته د واشنګټن یوځای کول دي، د ناکامه کېدو لپاره د هرې هڅې په وړاندې خبرداری ورکړ.




د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست د مشر ویاند پترستانو وویل، دا ټولنه هره هغه هڅه چې هدف‌یې د اټمي تړون پر سر د ډیپلوماتیکو هڅو کمزوري کول یا له‌منځه وړل دي، غندي.  


اروپايي ټولنه هڅه کوي چې واشنګټن دغه تړون ته چې په ۲۰۱۸ کال ترې وتلی او پر تهران‌یې بېرته بندیزونه لګولي، راوګرځوي او ایران هم هڅوي چې په زیاته پیمانه او لوړه کچه د یوارنیمو له پخولو لاس واخلي او په دغه تړون کې پر ټولو کړو ژمنو عمل وکړي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus