د اروپا مېشتو افغانانو د پنځمې نړیوالې جرګې ګډونوالو له طالبانو وغوښتل چې اوربند ته غاړه کېږدي.
غونډه پرون په انلاین بڼه ترسره شوه.
د غونډې ګډونوالو د ترکیې ناسته د افغان سولې لپاره مهمه وبلله او ویېویل چې باید سولې ته د رسېدو لپاره د دوی په خبره داسې فرصتونه له لاسه ونهوځي.
د دې انلاین غونډې یوه تنظیموونکي مهراب احمدزي ازادي راډيو ته وویل: "د جرګې اکثرو ګډونوالو په افغانستان کې د وینې د تویېدو د مخنیوي او د جنګ د بندېدو په هدف له اوسني فرصته په ګټې اخیستنې ټینګار وکړ. د کنفرانس په لومړۍ برخه کې اکثرو ګډونوالو له طالبانو وغوښتل چې اوربند ته غاړه کېږدي. دوی په افغان حکومت هم غږ وکړ چې د سولې لپاره د خلکو په ذهنیتسازۍ باندې پانګونه وکړي."
د اروپا مېشتو افغانانو د جرګې رئیس ډاکتر اصغرخېل منګل، په افغانستان کې د کاناډا مخکېنی سفیر کریستوفر الکساندر، د جرمني د پارلمان غړې کیزیا ماردیلا، په واشنګټن کې د امریکا د ملي دفاع پوهنتون استاد علي احمد جلالي او د افغانستان د ولسي جرګې غړی رمضان بشردوست د دې انلاین غونډې ویناوال وو.