د نړیوال فوټبال په یوه زړه پورې او جالبې سیالۍ کې ریال مادرېد وتوانېد چې د یو ګول په توپير سره بارسلونا ته ماته ورکړي.
د لالیګا د تېرې شپې په لیګ کې ریال ۲ او بارسلونا یو ګول ترسره کړ.
د ریال لپاره کروس او بنزما او د بارسلونا لپاره مینګویز ګولونه ووهل.
ریال په دې بریا سره له بارسلونا نه په جدول کې لومړی مقام خپل کړ.