ایراني چارواکي وايي چې په دې هېواد کې د کرونا ویروس د مثبتو مواردو شمېر له دوو ملیونو اوښتی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د ۱۴۰۰ هجري لمریز کال له پیل وروسته دا شمېره د ورځې تر ټولو لوړې درجې یعنې ۲۲ زرو ته لوړه شوې ده.
د ایران د روغتیا وزارت ویاندې سیما سادات لاري پرون د وري په ۱۹مه دولتي ټلوېزیون ته وویل، له تېرې ورځې راهیسې ۱۱۸ کسان د 'کووېډ-۱۹' له کبله مړه شوي او د مړو ټوله شمېره اوس ۶۳،۸۸۴ ته رسېدلې.
د ایران د حکومت ځیني منتقدان وايي چې په دې هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو اصلي شمېرې تر هغو چې حکومتیې خپروي خورا زیاتې دي.
د ایران حکومت یو کال مخکې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د ټولبند پر ځای پر سفر او کاروبارونو د بندیز په څېر په یو لړ موقتي اقداماتو لاس پورې کړ.