د ترکیې حکومت خپل ۱۰ متقاعد سمندري ځواکونه توقیف کړي دي.
دولتي رسنیو نن وویل، دا افسران وروسته تر دې ونیول شول چې یوه سرخلاصي لیک کې یې د ترکیې د امنیت لپاره د مونتریو معاهدې پر اهمیت ټینګار وکړ.
په دې معاهده کې راغلي چې تور سمندرګی باید پوځي نهشي.
انادولو خبري اژانس ویلي، څلورو نورو مشکوکو کسانو ته لارښوونه شوې چې تر درېیو ورځو پورې د انقرې پولیسو ته د خپل فعالیت راپور ورکړي.
پر دغه سرخلاصي لیک کې د سمندري ځواکونو ۱۰۴ پخوانیو لوړپوړو افسرانو لاسلیکونه کړي دي، خو چارواکو دا لیک غندلی او ویلي یې دي، په مستقیم ډول د ملکي حکومت واکونه ګواښي.
د ترکیې د ولسمشرۍ ویاند ابراهیم کالین ویلي، دغه لیک کې د دسیسې نښې نښانې ښکاري.