په هېواد کې د رغنیزو او ابادیو د دوه لسیزو فصل که له یوې خوا ښارونه نوي، اباد او ښکلي کړي، له بلې خوا یې ادرس موندنه پېچلې کړې ده.
د جلال اباد ښاریانو په باور، د ښارونو بڼې له یوې ورځې بلې او له بلې، بلې ته د بدلون په حال کې دي او د مشخصو ادرسونو د نشتوالي له کبله تل له ستونزو سره مخ وي.
خو اوس د جلال اباد ښاروالۍ مسؤلین وایي، په راتلونکو ۳ میاشتو کې به دغه ستونزه حل او د ښار د ټولو ناحیو کورونه، سړکونه او کوڅې به په ځانګرو نومونو او نمبرو نوموي او لوحې پرې نصبوي.
د جلال اباد ښاروال اباسین بهیر ازادي راډيو ته وویل، د 'یو.اېن هابیتات' موسسې په مالي مرسته د ښار پر ۲زره ۸سوه کوڅو او شااوخوا ۴۰زرو کوڅو د لوحو نصبولو لړۍ یې پیل کړې او دغه نومونه او نمبرې به له ګوګل سره د انلاین ادرسونو په توګه هم وصل کړي.
ښاغلي بهیر زیاته کړه: "هدف د دې پروژې دا دی چې خلکو ته د ادرسونو، ځایونو او پتو په موندنه کې اسانتیا رامنځته شي او دا سېستم به الکترونیک او ډیجیټلایټ شي، دا به ټول ګوګل ته جګېږي او لوکېشنې به یې ګوګل کې وي، که څوک غواړي خپل دوست ته د خپل کور او ځای لوکېشن او ادرس ور واستوي، نو کولای شي چې لېنک یې ور ولېږي، څو د همدې په تعقیب یې ادرس په اسانۍ پیدا کړي."
اباسین بهیر د دې اقدام ګټې د ادرسونو د ورکولو په وخت کې د ټیلیفوني لګښتونو کموالی، د جرایمو د کچې ټیټوالی او د دقیق لوکېشن له لارې د پېښو پر مهال د اطفایو او امبولانسونو پر وخت رسېدنه یادوي.
هاخوا د جلال اباد ښاریان وایي، په دې کار سره به د ادرس موندنې په برخه کې دوی او د دوی خپلوان او دوستان له کړاوه خلاص او په اسانۍ به هدف ترلاسه کړي.
د جلال اباد یو اوسیدونکی فرید خان وايي، د هرې میاشتې او کال په تېرېدو سره ښاري بڼه تغییر کوي او څوک نه شي کولای چې د تېرې میاشتې په نښو پتو د دې میاشتې هماغه ادرس په اساني ومومي.
دی وايي: "جلال اباد ښار له یوې میاشتې بلې او له یوه کاله بل ته مخ په ابادېدو دی، یو شخص چې یو میاشت مخکې یو ځای ته تللی وي، یوه میاشت وروسته نه شي کولای چې هماغه ځای بیا په اسانۍ سره پیدا کړي، نو که دغه نمبرې او ادرسونه ولګول شي، نو یو کس کولای شي چې په اسانۍ هدف ته ځان ورسوي."
د جلال اباد ښار یو بل اوسېدونکی جهانزېب بیا وایي، دوی چې کله خپلو دوستانو او خپلوانو ته د کور یا ځای ادرس ورکوي نو تر نیمایي لارو خپله ورځي او په خبره یې، د مشخص ادرس له نشتوالي مېلمه لاس نیولی کور ته راولي.
دی وايي: "مېلمه به چې موږ کره راتلو، نو په ټیلیفونونو به مو ادرسونه ورکول چې دې یا هغې ځای ته راشه، نو چې وبه نه شو او ادرس به یې پیدا نه شو کړای، نو تر نیمایي لارې به خپله ورپسې ورتللو او مېلمه به مو کور ته راوست."
پر کورونو د نمبرو او پر کوڅو او سړکونو د لوحو لګولو چاره شااوخوا دوه اوونۍ وړانې پیل شوې چې د مسؤلینو په خبره، تراوسه یې دغه پروسه د ښار په لومړۍ ناحیه کې بشپړه کړې او دوه نورو ناحیو کې د نصبولو چاره دوام لري.
د جلال ښاروالي له ښاریانو غواړي چې د لوحو په ساتنه کې ورسره مرسته وکړي او د ښاري فرهنګ په دودولو کې ورسره همکار شي.