Добавить новость

Для автолюбителей: в подмосковных Мытищах ускорился мобильный интернет

Департамент конкурентной политики наградил регионы — лидеры портала поставщиков в 2023 году

Где едят люди из индустрии красоты и здоровья: рестораны, кафе, бары

Русснефть снизила добычу нефти в 1-м полугодии 2024 г. на 8,8%

World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون: کرام‌الدین کریم باید ژر تر ژره ونیول شي

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون غوښتنه کوي، د افغانستان د فوټبال د ښځینه لوبغاړو په جنسي ځورونه تورن کرام‌الدین کریم چې تر اوسه نه‌دی محاکمه شوی، باید ژر تر ژره ونیول شي.


دغه کمېسیون وايي، د کرام‌الدین کریم نه‌نیول کېدل یا محاکمه کېدل په هېواد کې د جنسي ځورونې پر وړاندې د چپ پاته کېدو او معافیت فرهنګ پیاوړی کوي او پر حکومت د خلکو اعتبار ضعیفه کوي.


د دې ادارې کمېشنرې شبنم صالحي د مارچ په ۲۹مه نېټه د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل: "له کشفي عدلي او قضايي نهادونو څخه د بشري حقونو خپلواک کمېسیون غوښتنه دا ده چې کرام‌الدین کریم دې ژر تر ژره ونیسي او د عدالت منګولو ته دې يې وسپاري. د ده نه‌نیول او د عدالت نه‌تطبیق د ښې حکومتوالۍ یو له اساسي اصولو څخه چې د قانون حاکمیت دی، متضرر کېږي او د خلکو باور پر حکومت باندې او پر عدلي او قضايي سیستم باندې له‌منځه ځي."




تر دې مخکې د همدې ادارې رئیسې شهرزاد اکبر هم له ازادي راډيو سره په خبرو کې اندېښنه څرګنده کړې وه چې د جنسي ځورونې دومره ناندریزه قضیه لا هم ناحل شوې پاته ده.


دې وویل: "د معافیت فرهنګ چې افغانستان ته په تېرو دوو لسیزو کې له اووښتو زیانونو یو دی او یوه بېلګه‌یې د کرام‌الدین کریم قضیه ده چې پر وړاندې يې د جنسي ځورونې جدي تورونه دي، خو تر اوسه نه هم نیول شوی او نه محاکمه شوی دی. دا د اندېښنې وړ خبره ده. د ده نه‌نیول کېدل هغو زړورو ښځو او نجونو ته هېڅ ښه پيغام نه‌رسوي چې د جنسي ځورونې وضعیت‌یې افشا کړ."


 




د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په داسې حال کې په دې اړه اندېښنه څرګندوي چې تر دوه کاله وروسته هم افغان حکومت نه‌دی توانېدلی چې د افغانستان د فوټبال ملي فدراسیون پخوانی رئیس کرام‌الدین کریم د هغو تورونو په خاطر ونیسي چې د فوټبال ټيم ښځينه غړو پر ده پورې کړي چې دوی یې جنسي ځورولي.  


لږ تر لږه پنځو افغان لوبغاړو پر ده تور پورې کړی وو چې له ۲۰۱۳م څخه تر ۲۰۱۸م کال پورې يې دوی جنسي ځورولي. 


هغه مهال یو شمېر رسنیو راپورونه ورکړل چې کرام‌الدین کریم د فوټبال پر یوې ښځینه لوبغاړې تر جنسي تېري وروسته، هغه او کورنۍ يې د چپ نه‌پاتې کېدو په صورت کې په مرګ هم ګواښلي وو. د ۲۰۱۹م کال په فبرورۍ میاشت کې د بشري حقونو نړیوال سازمان راپور ورکړ چې لږ تر لږه ۲۰ ښځو د کریم او په افغان فوټبال فدراسیون کې پر ځينو نورو چارواکو د جنسي ځورونې تورونه پورې کړي.


د فوټبال نړیوال فدراسیون یا فیفا دا تورونه وڅېړل او د تحقیقاتو په نتیجه کې يې وموندل چې کریم له خپلې دندې ناوړه ګټه اخیستې او د فوټبال یو شمېر ښځينه غړې يې په جنسي توګه ځورولي.




کریم مخکې پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي. ده له ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي وو: "زه تاسي ته ډاډ درکوم چې زه دا قضیه تعقیبوم، له خپلو حقونو دفاع کوم او په دې قضیه کې ګټونکی یم، افغانانو ته ثابتوم چې دا دسیسه له کومه راغله او چا یې ملاتړ وکړ."


داسې مهال چې د افغانستان لویې څارنوالۍ له کورنیو چارو وزارت څخه د کریم د نیولو غوښتنه کړې وه، د ۲۰۱۹م کال د جون میاشتې په اتمه نېټه فیفا په یوه اعلامیه کې وویل چې دغې ادارې د فوټبال په برخه کې د تل لپاره پر کرام‌الدین کریم بندیز ولګاوه او دی یې یو ملیون ډالره جریمه کړ.  


تر دې یوه ورځ وروسته د جون په نهمه نېټه افغان چارواکو د کرام‌الدین کریم د نیولو امر وکړ، خو د کورنیو چارو وزارت هغه مهال ویلي وو چې دی پټ شوی دی.


له دغو ښځو چې پر کریم‌یې د جنسي ځورونې تور پوري کړی، یوه خالده پوپل ده.


دې هغه مهال د فیفا دا پرېکړه ستایلې وه، خو اوس وايي چې یو شمېر دولتي ادارې غواړي دا قضیه له پامه وغورځېږي او له خلکو هېره شي.




دې د تېرې دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل: "قضیه روانه ده، خو څوک نه‌شته چې پوښتنه‌یې وکړي. د افغانستان پولیسو یو ډول ښکاره کړه ورغلل پنجشېر ته چې کرام‌الدین ونیسي، خو دا یې یوازې یوه ننداره جوړه کړه چې ګواکي موږ غواړو کریم ونیسو، خو ځايي خلک نه‌غواړي چې موږ دی ونیسو. له بده مرغه قضیه هېڅ خوا ته نه‌ده تللې. له ډيرو نږدې سرچینو مې اورېدلي چې کرام‌الدین په ازاده توګه له کابله تر پنجشېره ازاد تګ راتګ کوي، هلته‌یې کورونه دي."


خالده پوپل ازادي راډيو ته په خبرو کې زیاته کړه چې هغه څارنوالان او قاضیان چې پر دې قضیه‌یې کار کاوه، تهدید شوي او څو ځلې تغییر او تبدیل شوي دي.  


د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي په دې اړه چې ولې دا قضیه تر اوسه بې‌پایه پاته ده؟ داسې وویل: "د فوټبال فدراسیون د پخواني رئیس په اړه په هېواد کې دننه او دباندې پلټنې بشپړې شوې دي او دوسیه‌یې محکمې ته لېږل شوې ده. محکمې په قضايي غونډه کې ځانګړې پرېکړه کړې چې په محکمه کې به د افغانستان د فوټبال فدراسیون د پخواني رئیس له حضور وروسته په دې اړه پرېکړه کوي."  


د ښاغلي رسولي په وینا کله چې کرام‌الدین کریم ونیول شو، لویه څارنوالي به لازمي اقدامات وکړي او نوې دوسیه به د پرېکړې لپاره محکمې ته ولېږي.




که څه هم د کورنیو چارو وزارت چارواکو مخکې ویلي وو چې کرام‌الدین کریم پټ دی، خو د ۲۰۲۰م کال په سپټمبر میاشت کې هغه په ازاده توګه علني مطبوعاتي کنفرانس جوړ کړ او ویې‌ویل چې حاضر دی ثابته کړي چې مجرم نه‌دی.  


لویې څارنوالې د کریم د نیول کېدو حکم د ۲۰۱۹م کال په جون میاشت کې صادر کړی و، خو یو کال وروسته د ۲۰۲۰م کال د اګسټ میاشتې په ۲۳مه نېټه افغان ځانګړو ځواکونو د پنجشېر ولایت په بازارک سیمه کې چېرته چې ویل کېږي، د افغانستان د فوټبال فدراسیون پخوانی رئیس کرام‌الدین کریم اوسي، د ده د نیولو په هدف عملیات وکړل.


یوه ورځ وروسته د پنجشېر مرستیال والي محمد امین صدیقي ازادي راډیو ته وویل چې دا عملیات بې‌نتیجې پاته شول ځکه د ده په خبره د سیمې خلکو د ځانګړو ځواکونو مخه ونیوله. 


د بشري حقونو نړیوال سازمان د اسیا څانګې مشرې پاترېشیا ګاسمن د دې پېښې په غبرګون کې ازادي راډيو ته ویلي و چې په افغانستان کې ستونزه دا ده چې زورواکي او جګړه‌ماران د ځان د خوندي ساتلو لپاره خپلې ملېشې لري او دا ملېشې قانون ته درناوی نه‌لري.




د دې ادارې مشره څېړونکې هیدر بار بیا په دې باور ده چې افغان حکومت نور له دې قضیې لاس اخیستی دی.  


ميرمن بار زیاتوي: "د کرام‌الدین کریم قضیه دا څرګندوي چې په افغانستان کې د معافیت فرهنګ څومره ژور او پراخ دی. داسې ښکاري چې حکومت د ده له نیولو نور لاس پر سر شوی که څه هم پر ده تورونه ډېر جدي دي او کاغذي کارونه‌یې هم شوي دي او ټول په دې قضیه خبر دي. حکومت باید په دې اړه شرمېدای، خو داسې نه‌ښکاري." 


خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت بیا وايي چې حکومت اوس هم ژمن دی چې کرام‌الدین کریم ونیسي او محکمې ته‌یې وړاندي کړي.


د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین د مارچ په ۲۲مه نېټه په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "هېڅ‌څوک له قانونه پورته نه‌دی. موږ د څارنوالۍ حکم په هر حال کې تطبیقوو. په دې اړه کلک جدیت موجود دی. کرام‌الدین که هر ځای وي، موږ د زمان څخه په استفاده سره خپل اقدامات کوو، خو موږ پر وخت متکي نه‌یو ځکه د څارنوالۍ حکم له موږ سره شته، خو په فرصت سره موږ د څارنوالۍ دا حکم عملي کوو."


 




د کورنیو چارو وزارت په داسې حال کې دغې قضیې ته ژمنتیا تکراروي چې له افغان ولسمشر څخه نیولې په کابل کې د امریکا سفارت تر شارژدافیر پورې ټولو په دې قضیه کې د عدالت د عملي کېدو غوښتنه کړې ده. 


په ۲۰۱۹م کال کې د بشري حقونو په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د کلني راپور له مخې، د ښځينه فوټبال ټیم د اتو لوبغاړو تجربه ښيي، هغو ښځو چې جنسي غوښتنې يې ردولې، له ټيمه وایستل شوې او هغو چې په دې اړه‌یې علني شکایت وکړ، له تهدیدونو سره مخامخ شوې.

Читайте на 123ru.net


Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

В центре Москвы открылась фотовыставка о строительстве храмов

Специалисты предположили снижение цен на iPhone 16 через неделю

19 лет дерзкого юмора. Почему закрыли Comedy Club и правда ли, что это лишь пиар-ход?

Покупки еще быстрее и комфортнее: в ТЦ «Метрополис» в Москве открылся первый pop-up магазин belle you

Музыкальные новости

Баста и Сергей АРУТЮНОВ - несостоявшийся дуэт. Имя вокалиста “Проекта НаЗаре” раскрыто.

Бесплатный гастрогид МТС будет сопровождать жителей Коми в поездке в Кировскую область

Саратовские онкологи напоминают о своевременности прохождения диспансеризации и профилактических осмотров

В Республике Таджикистан стартует проект «Русский язык: читаем, слушаем, смотрим в странах СНГ»

Новости России

Департамент конкурентной политики наградил регионы — лидеры портала поставщиков в 2023 году

Представитель холдинга «Швабе» рассказала о способах привлечения молодых сотрудников и создании кадрового резерва

Рифат Сабитов: региональные телевизионные каналы являются кузницей кадров

Где едят люди из индустрии красоты и здоровья: рестораны, кафе, бары

Экология в России и мире

Чистота — залог здоровья

Церемония открытия II Всероссийских спортивных игр благоверного князя Александра Невского пройдёт в Нижнем Новгороде

«Граф Монте-Кристо» выходит в России при поддержке Relax FM

Радио – всегда локальное медиа

Спорт в России и мире

Касаткина вышла в 1/4 финала турнира WTA в Сеуле

Бьорн Борг рассказал, завершит ли карьеру Рафаэль Надаль на Кубке Лэйвера

«Совесть не позволила»: Надежда Гуськова в юности попадала в клубы оригинальным способом

Теннисистка Потапова: считаю Квинси Промеса одной из легенд «Спартака»

Moscow.media

Пластический хирург Александр Вдовин: мифы вокруг операции по удалению комков Биша

Озеро Кипящее.

Десятки котельных Челябинской области не готовы к зиме

Ирина Дубцова запустила амбициозный проект для российских семей











Топ новостей на этот час

Rss.plus






Специалисты предположили снижение цен на iPhone 16 через неделю

Задержанный за стрельбу в Wildberries Чичаев сообщил, что служит в «Ахмате»

Две награды премии «Внедорожник года 2024» получила первая модель бренда XCITE

Где едят люди из индустрии красоты и здоровья: рестораны, кафе, бары