د امریکا متحدو ایالاتونو له ملګروملتونو غوښتي دي چې له سوریې سره د بشري مرستو مسئله دې نه سیاسي کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن پرون د مارچ په ۲۹مه امنیت شورا ته د وینا پر مهال وویل چې له جګړه ځپلې سوریې سره د بشري مرستو لپاره باید د دې هېواد نور سرحدونه پرانېستل شي، څو نژدې دیارلس نیم میلیونه بې وزلو وګړو ته خواړه او نور د اړتیا وړ شیان ورسېږي.
ښاغلي بلېنکن همدا راز روسیې او د سوریې ولسمشر بشارالاسد ته چې د مسکو نژدې متحد دی د اشارې په ترڅ کې وویل، امنیت شورا باید په سوریه کې په حملو کې له ښکېلېدو او د دې هېواد یوازینې پرانېستې مجاز سرحد ته نژدې پر روغتونونو بمبارۍ ته د پلمو له جوړولو ډډه وکړي.
متحد ایالات په روانه میاشت کې د امنیت شورا دوره یي مشري کوي او د پرونۍ غونډې مشري یې ښاغلي بلېنکن وکړه.