په پام کې ده د افغانستان د فوټبال د اتلانو د لیګ د لوبو دوهم پړاو نن سې شنبه (د وري ۱۰مه) د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف کې پیل شي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویاند فیروز مشعوف پرون ماښام د دې لیګ د ګډونوالو لوبډلو په اړه ازادي راډیو ته معلومات ورکړل: "په مزارشریف کې د بلخ ولایت په سټوډیوم کې به د فاریاب خراسان، د سرپل خدیم، د کندز د واحدي ځوانانو او د تخار د ساحل څپو لوبډلې به سیالۍ سره وکړي چې شپږ ورځې دوام کوي."
د افغانستان د فوټبال لیګ د سیالیو په لومړي پړاو کې د مرکزي او جنوب ختیځو ولایتونو څلورو ټیمونو ګډون کړی وو او شپږ لوبې په کې وشوې چې په وروستۍ هغه کې د خوست د اتلانو د کلوب لوبډلې د لغمان د ځوانانو لوبډلې ته د یو په وړاندې په شپږو ګولونو ماته ورکړه.
د فوټبال فدراسیون ویاند ښاغلي مشعوف وویل، تر دې دمه د کابل استقلال لوبډله د نهو امتیازونو په لرلو سره د جدول په سر کې ده.
ټاکل شوې چې د دې لیګ درېیم پړاو د وري له اتلسمې تر ۲۳ مې نېټې په هرات کې ترسره شي.