د غور یو سیمه ییز چارواکی وايي، د دې ولایت په دولتیار ولسوالۍ کې د یوه ماین په چاودنه کې یو پولیس وژل شوی او درې نور ټپیان دي.
د دولتیار ولسوال محمدموسی کلیم ازادي راډیو ته وویل چې دا چاودنه پرون (د وري ۹مه) ماسپښین مهال وشوه: "د امنیه قوماندانۍ یو ټانک د طالبانو له خوا پر یوه ایښودل شوي ماین برابر شوی. په پېښه کې یو تن شهید شوی او دوه نور ټپیان دي."
طالبانو تراوسه د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.