Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

چارواکي: غزني د کورنیو کډوالو له پلوه تر ټولو خطرناک ولایت دی

په غزني ولایت کې په زرګونه کورنۍ د جګړو له امله بې ځایه شوي، ددې ولاتی د چارواکو په وینا که مرستې ورسره ونه شي ستونزې به رامنځ ته شي. 


۳۵ کلنه ملالۍ د اووه یتیمو اولادونو مور ده او له اندړو ولسوالۍ څخه غزني ښار ته د جګړو له امله راکډه شوې وايي، څلور کاله وړاندې یې خاوند له طالبانو سره په جګړه کې ووژل شو. 


ملالۍ وايي خاوند یې د پولیسو په لیکو کې دنده ترسره کوله: "دلته موږ مهاجر یو، نه ګټن دوی لرو، له یوه خدایه بله هېڅ خوا نه لرو، موږ څه وخورو؟ په دغه دولت کې مو شهیدان او ټپیان ورکړي، نن دومره نه لرو، د اندړو ولسوالۍ راباندې سور اور ده."


که ملالۍ شکایت کوي چې د کډوالۍ په دوره کې هېڅ مرسته نه ده ورسره شوې، خو زربخته بیا د غزني کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست ته د مرستې ترلاسه کولو په موخه راغلې وايي، لومړی ځل دی چې دلته یوه اندازه خوراکي توکي ترلاسه کوي. 


کونډه زربخته هم د اندړو ولسوالۍ له ګبرو کلي راکډواله شوې او اوس د غزني ښار په یوه کرايي کور کې ژوند کوي. 


نوموړې وايي: "په کور کې مې یتیمان دي، هېڅ نه لرو، یو څه مرسته راسره وشوه، نور هېچا مرسته نه ده کړې، نه هلته په ګبرو کې نه هم دلته." 


دا په داسې حال کې ده چې چارواکي وايي، غزني د کورنیو کډوالو له پلوه د هېواد تر ټولو خطرناک ولایت دی. 




په غزني کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رياست مشر دُر محمد کاکړ وايي، په ۱۳۹۹م کال کې د ولایت له یو شمېر ولسوالیو او ځينو نورو ولایتونو څخه ۲۵۰۰ کورنۍ د روانو جګړو او ناامنیو له کبله مرکز غزني ته را بې ځایه شوي چې یوازې ۱۷۰۰ یې د ارزو سیمې دي. 


دی وايي، ډېری کورنۍ به له مرستو پاتې وي، خو هڅه کوي چې د ټولو لپاره مرستې راټولې او پرې ویې ویشي. 


ښاغلي کاکړ زیاته کړه: "د ۱۳۹۹م کال په جریان کې شااوخوا ۲۵۰۰ کورنۍ د غزني له اړوندو ولسوالیو همدارنګه د افغانستان له ځینو ولایتونو څخه غزني ته د جګړو او نورو ناخوالو له امله رابې ځایه شوي، کډوالو چارو ریاست او همکارو موسسو د همدغه ۲۵۰۰ کورنیو له ډلې ۱۷۹۴ کورنیو سره نغدي او د خوراکي توکو مرستې کړي."


کاکړ وايي، غزني کې د نا امنیو له امله د داخلي بې ځایه شوېو شمېر خورا ډېر دی او په وینا یې که مرستې ورسره ونه شي ستونزې به رامنځته شي: "غزني کې د کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ دی، فقر، بې وزلي، بې کاري ، ناخوالې او جګړې د دې لامل شوي چې وضعیت لا کړکیچن کړي، پر همکارو او نړیوالو موسسو غږ کوو څو د دغه بې ځایه شویو کډوالو لاس نیوی وکړي." 


چارواکي وايي، غزني د کورنیو کډوالو له پلوه د هېواد تر ټولو خطرناک ولایت دی. 


د کډوالو چارو ریاست وايي، له ۱۳۹۵م کال تر دا مهاله تر شل زره زیاتې کورنۍ د غزني ښار ته راکډه شوي دي چې زیات شمېر یې په ۱۳۹۷یم کال کې وو او  شمېر یې ۱۵ زره کورنیو ته رسېده، ځکه دغه کال سخت خونړۍ کال وو. 


د دوی په وینا په ولسوالیو کې هم ډېری کورنۍ له یوې سیمې بلې ته کډوالې شوي دي. 

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus