Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

اعتراض کوونکي معلولین: که مو غوښتنې ونه منل شي، د نه خوړو اعتصاب کوو

په کابل کې معترض معلولین وایي، د قانون پر بنسټ د دولتي ادارو درې سلنه کار کوونکي باید معلولین وي، خو د دوی په خبره تراوسه د قانون دا حکم نه دی پلی شوی.


نږدې درې سوه معلولینو د همدې ستونزې له امله شااوخوا درې میاشتې کېږي چې د ولسي جرګې مخ ته د اعتراض خېمه درولې.


دوی وایي، له یو کال را په دېخوا ۴۷ زره معلولینو او نږدې سل زره د شهیدانو کورنیو ته خپل معاش نه دی ورکړل شوی او هغه ځمکې چې د دولت له خوا یې ژمنه ورکړل شوې وه لا هم پرې نه دي ویشل شوي.


په کابل کې د معلولینو د شورا مرستیال بشیر دېره وویل: "له دولت، وزارتونو او خصوصي سکټور سره چې ۳۶ هوکړه لیکونه لاسلیک شوي، د هغې په پلي کېدا د شهیدانو او معلولینو وزارت پاتې راغلی. د دې هوکړه لیکونو له لاسلیکه څه د پاڅه یو کال تېریږي. موږ د دې غوښتونکي یو چې د معلولینو پر وړاندې تبعیض له منځه لاړ شي، جنګي او غیر جنګي معلولینو ته په یوه سترګه وکتل شي."




معترض معلولین، د کار او ټولنیزو چارو وزارت ځینې مسوولین په کم کارۍ تورنوي.


د معترضو معلولینو له ډلې ملک محمد ملک زاده وایي، ۱۱۷۰ هغو معلولینو ته چې د وخت ملي حکومت پرمهال د کوچنیو سوداګریو زمینه برابره شوې وه، د جمهور رئیس اوسني لومړي مرستیال امرالله صالح په امر یې کارونه درول شوي دي.


ښاغلی ملک زاده زیاتوي: "په ژمي کې امنیتي میثاق راغی او ۱۱۷۰ کسان یې بې کاره کړل، کوچنۍ سوداګرۍ مو له لاسه لاړې، حکومت زموږ هېڅ غوښتنې ته رسېدنه نه ده کړې. د شهیدانو او معلولینو وزارت کې یو شمېر کړۍ شته چې نه غواړي د معلولینو ترمنځ امتیازات په سمه توګه وویشل شي."


د شهیدانو او معلولینو وزارت وایي، جمهور رئیس محمد اشرف غني د پنجشنبې په ورځ په یوه ناسته کې له یو شمېر معلولینو او د شهداوو کورنۍ سره ژمنه کړې چې د دوی د ستونزو د حل په موخه به تر راتلونکو درېیو اونیو له کابینې سره ځانګړې ناسته ولري.




د دې وزارت ویاند ضیاالحق فضلي ازادي راډیو ته وویل: "تر راتلونکو درېیو اونیو به کابینه خپله ناسته وکړي، د معلولینو، شهیدانو وارثینو او په ځانګړي توګه دوی ته د زده کړو او د کار زمینې برابرولو په اړه به پریکړه وشي او جمهور رئیس به دې برخه کې دولتي ادارو ته اجرایي امر ورکړي."


خو معترض معلولین ټېنګار کوي چې د دوی پر وړاندې د حکومت ژمنې هېڅ وخت نه دي عملي شوي.


دوی وایي، که یې غوښتنې ونه منل شي پراخ لاریونونو به وکړي او په نه خوړلو به لاس پورې کړي.


دا لومړی ځل نه دی چې نظامي او ملکي معلولین د خپل کار او امتیازاتو لپاره خپل غږ اوچتوي بلکې په تېره کې هم دوی د خپلو حقونو د غوښتلو لپاره ورته اعتراضونه کړي دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus