د ارمنستان له مخالفو ډلو د جوړ ائتلاف استازي نن د مارچ په ۷مه د دغه هېواد له ولسمشر ارمن سرکیسیان سره د روان سیاسي کړکېچ په اړه خبرې کوي.
له څه باندې ۱۰ ډلو جوړ دغه ائتلاف ارمنستان کې له وخته مخکې پارلماني ټاکنو او دغهراز د صدراعظم نیکول پاشینیان د استعفا غوښتنه کوي.
مخالفان به له ولسمشره وغواړي چې د صدراعظم لهخوا د لوی درستیز د لیرې کولو پرېکړه د اساسي قانون محکمې ته راجع کړي.
دوی د خپلو غوښتنو د منلو لپاره حکومت ته د مارچ تر نهمې مهلت ورکړی او ویلي یې دي، د هېواد برخلیک د ولسمشر په واک کې دی.
ارمنستان کې سیاسي کړکېچ وروسته له هغه زیات شوی چې صدراعظم د دغه هېواد لوی درستیز اونیک ګاسپرېن (Onik Gasparian) له دندې لیرې او لوړپوړي چارواکي یې د کودتا پر هڅه تورن کړل.