Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

افغان حکومت د رد شویو نوماند وزیرانو پر ځای نوې څېرې ولسي جرګې ته معرفي کوي

د افغانستان د چارو اداره وايي، افغان حکومت به ډېر ژر ولسي جرګې ته د رد شویو نوماند وزیرانو پر ځای نوې څېرې وروپېژني.


که څه هم د ولسي جرګې له‌خوا د پوهنې، ښځو چارو، کلیو پراختیا، اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو او د مرکزي بانک مشر ته د باور رایې نه‌ورکولو نږدې پنځه میاشتې پوره کېږي، خو د چارو اداره تازه ولسي جرګې ته د نوي نوماند وزیرانو د ورپېژندلو خبره کوي.


د دې ادارې مشر فضل محمود فضلي د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د ۰۳» ملت ته د حساب ورکولو پروګرام کې ولسي جرګې ته د نويو نوماند وزیرانو د ورپېژندو ټاکلې موده یاده نه‌کړه، خو ویې‌ویل حکومت د ولسي جرګې هرې پرېکړې ته درناوی لري او په لنډه موده کې  به د سرپرستۍ لړۍ پای ته ورسوي.




ښاغلی فضلي زیاتوي: "موږ د ملت کور، د ولسي جرګې ټولو استازو ته درناوی لرو، پرېکړو ته‌یې هم درناوی لرو. همدا چې د بودجې مسوده درې ځلې رد شوه، همدا زموږ د احترام نښه ده. هره پر ځای غوښتنه چې د افغان حکومت د تخنیکي اجراتو سره تضاد کې نه‌وي، موږ یې منو."


د افغانستان ولسي جرګې په ځلونو د نویو څېرو د ورپېژندلو او د سرپرستۍ پای غوښتی، خو لا هم دا غوښتنه پر خپل ځای ده او د‌ عملي کېدو لپاره‌یې یوازې ژمنې شوي.


هغه کار چې د ولسي جرګې غصه‌یې هم پورته کړې او تر ډېره‌یې حکومت سره د ټکر مسیر نیولی.


په ورته وخت کې یو شمېر حقوق‌پوهان د حکومت له‌خوا د نوماند وزیرانو ټاکلو کې ځنډ، د قانون ماتول بولي.


د حقوقي چارو پوه نصرت حق‌پال وايي: "د وزیرانو د سرپرستۍ قانون له مخې، یو وزیر دوه میاشتې سرپرست پاتې کیدلای شي. له بده مرغه باید ووایو چې دلته کلونه کلونه سرپرستان پاتې کېږي. د حکومت له‌خوا د قانون ماتول عامو وګړو ته زمینه برابروي چې قانون مات کړې."




هڅه مو وکړه چې په‌دې اړه د ولسي جرګې د اداري پلاوي نظر هم واخلو، خو له ډېرو هلو ځلو سره سره بریالي نه‌شوو.


د چارو ادارې رئیس داسې مهال ډېر ژر ولسي جرګې ته د نویو نوماند وزیرانو د پېژندنې خبره کوي چې په دې برخه کې لا هم تېرې ژمنې نه‌دي عملي شوي.


افغان ولسمشر محمد اشرف غني نږدې ۵ میاشتې وړاندې د تلې په ۳۰مه ولسي جرګې ته د کابینې د بشپړېدو په موخه ۲۵ نوماندان وروپېژندل  چې په پایله کې ولسي جرګې ۵ نوماندانو ته د باور رایه ورنه‌کړه.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus