Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

میانمار کې پوځي کودتا او د دولتي مشرانو بندیانولو ته نړیوال غبرګونونه

د میانمار پوځ د دغه هېواد ټول دولتي مشران بندیان کړي او واک‌یې په خپل لاس کې اخیستی.


دې اقدام د ملګرو ملتونو غبرګون پارولی دی. د دغه سازمان سرمنشي انتونیو ګوترش نن په یوه اعلامیه کې ویلي چې په میانمار کې د دولت د منشي یا برحالې مشرې انګ سون سوچي، د ولسمشر وین مینت او ځینو نورو سیاسي مشرانو نیول غندي.


ګوترش زیاته کړې چې دا اقدام په میانمار کې پر ډیموکراټیکو اصلاحاتو یو ګوزار دی.


د ګوترش په حواله د ملګرو ملتونو په اعلامیه کې زیاته شوې چې د انګ سان سوچي په مشرۍ د ډیموکراسۍ لپاره ملي لیګ/ حاکم ګوند په انتخاباتو کې اکثریت ګټلی او پوځي مشرتابه باید د خلکو دې ارادې ته درناوی وکړي او د ډیموکراتیکو ارزښتونو منلو ته غاړه کېږدي.




د میانمار پوځ نن اعلان کړی چې په دغه هېواد کې د یوه کال لپاره بېړنی حالت غوره شوی او د حکومت ټول واک مین انګ هلېنګ ته سپارل شوی دی.


د پوځ اړوند یوه ټلوېزیون نن دا اعلان وکړ: "بېړنی حالت په ټول هېواد کې د اجرا وړ دی. د دولتي بېړني حالت موده د یوه کال لپاره ټاکل شوې. د رأی ورکوونکو د لېستونو د ارزونې، د قانون جوړونې، حکومتوالۍ او د قضائیه قوې د چارو د مخته وړلو لپاره (واک) لوی درستیز مین انګ هلېنګ ته سپارل شوی دی."


سره له دې چې د پوځ یوه مشر ته ټول اجرايي واک سپارل شوی، خو د پوځ اړوند ټلوېزیون همداراز مینټ سوي د سرپرست ولسمشر په توګه اعلان کړی. په میانمار کې ولسمشر د خلکو له‌خوا نه، بلکې د پارلماني ډلې، صدراعظم او پوځي مشرانو په خوښه ټاکل کېږي. واک تر ډېره دولتي منشي یا صدراعظم سره وي.


اخوا د جرمني خبري اژانس ډي پي اې د انګ سان سوچي د ګوند تازه څرګندونې اخیستي چې د خپلې مشرې انګ سان سوچي په حواله‌یې خپرې کړې دي. سوچي سربېره په دې چې په بند کې ده ویلي چې پوځ د 'کووېډ-۱۹' له امله منځته راغلی وضعیت په پام کې ونه‌نیوه او په لوی لاس هېواد بېرته پوځي ډيکتاتورۍ ته ورګرځوي.


هغې په خپلو پلویانو غږ کړی چې د پوځ د دې اقدام په وړاندې ودرېږي.




د امریکا، استرالیا او یو شمېر نورو هېوادونو چارواکو ویلي چې په میانمار کې پر کودتا او د ملکي حکومت د مشرې پر نیولو بوږنېدلي دي.


دا کودتا وروسته تر هغه وشوه چې وروستیو ورځو کې د ملکي حکومت او پوځ ترمنځ د ټاکنو د شفافیت په اړه ناندرۍ زیاتې شوې.


د نومبر میاشتې په ټاکنو کې د سوچي ګوند په پراخ ډول بریالی شو، خو پوځ وایي ټاکنو کې درغلۍ شوې دي.


ټاکل شوې وه چې له دغو ټاکنو وروسته نن (د فبرورۍ په لومړۍ نېټه) پارلمان لومړنۍ غونډه وکړي.


د میانمار نیول شوې مشره انګ سان سوچي د نوبل جایزې ګټونکې هم ده او د نړۍ په کچه پېژندل شوې مېرمن ده.


د نوموړې شهرت هغه مهال تر پوښتنې لاندې راغی چې ۲۰۱۷ کال کې سلګونه زره روهینګیایي مسلمانان د دغه هېواد د پوځ په عملیاتو کې بې‌ځایه او زرګونه تنه‌یې ووژل شول.


د میانمار یا برما پوځ ویلي، دوی سخت دریځي کسان وژلي دي، خو د بشري حقونو نړیوالو بنسټونو بیا دغه پوځ پر قومي او مذهبي تعصب تورن کړی دی.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus