Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

روسیه کې د نوالنۍ په ملاتړ لاریون؛ له ۲۰۰۰ زیات مظاهره چیان نیول شوي

د راپورونو له مخې په روسیه کې د کرملېن د منتقد الکسي نوالنۍ د خوشې کېدو لپاره د نننیو پراخو مظاهرو په ترڅ کې په سلګونو کسان نیول شوي دي.


د نوالنۍ پلویانو نن یکشنبه (د سلواغې ۱۲مه) ورځ د مسکو او نورو سترو ښارونو په ګډون په څه باندې ۱۴۰ ښارونو او ښار ګوټو کې مظاهرې پلان کړې وې. 




په روسیه کې دغو پراخو مظاهرو کې چې دا یې دوهمه یکشنبې ده چې د روسیې د اپوزیسیون د مشر الکسي نوالنۍ په ملاتړ او له توقیفه د هغه د خوشې کېدو لپاره ترسره کېږي، له دوه زرو زیات مظاهره کوونکي نیول شوي دي. 




په مسکو او سن پیټرزبوګ ښارونو کې د بلوا ضد پولیسو په زوره واټونو کې هغه خلک نیول او موټرو ته یې پورته کول چې نن یکشنبه (د سلواغې ۱۲مه) په سیمه ییز وخت غرمه مهال د پراخو مظاهرو لپاره راټول شوي وو.


د روسیې لپاره د ازادي راډیو د کرنټ ټایم خپرونې چې په دواړو ښارونو کې یې د مظاهرو صحنې په ژوندۍ بڼه خپرولې، په کې ښکارېدې چې پولیس د مظاهره کوونکو له ډلې خلک راباسي او موټرو ته یې پورته کوي. 


د راپورونو له مخې په مسکو کې د  نوالنۍ د مېرمنې په ګډون له ۵۲۰ زیات اعتراض کونکي نیول شوي دي. 




په مسکو کې پلان شوې مظاهرې وروسته تر دې په ځنډ ترسره شوې چې د دې ښار د ټرانسپورټي شبکو فعالیت ودرول شو. 


په سن پیټرزبورګ کې په یوه صحنه کې لیدل کېږي چې یو پولیس د ازادي راډیو د خبریال چې له هغه د یوه مظاهره کوونکي د نیولو د علت په اړه پوښتنه کوي، مخې ته ډنډه نیسي. په دې ښار کې هم له ۲۴۰ زیات مظاهره کوونکي نیول شوي دي.




 دغه راز د روسیې په لېرې ختیځ او سایبریا کې د سړې هوا او په ښارونو کې د بلوا ضد پولیسو د پراخ حضور سره سره خلک واټونو ته را ووتل او مظاهرې یې پیل کړې. 


د 'ovdinfo' وېبپاڼې له مخې د لېرې ختیځ په ولادي واستوک ښار کې له ۱۲۰ او په کراسنا یارسک کې له ۱۹۰ زیات مظاهره کوونکي نیول شوي او دغه راز په یو شمېر نورو ښارونو او ښارګوټو کې هم د یو شمېر خبریالانو په ګډون د لسګونو کسانو د نیول کېدو راپورونه ورکول کېږي.  


دغه وېبپاڼه چې په روسیه کې د بشري حقونو او سیاسي ځپنې په اړه د یوې خپلواکه رسنۍ په پروژې پورې تړلې، تر اوسه په نننیو پراخو مظاهرو کې د ټولټال د نژدې ۲۳۰۰ مظاهره کوونکو د نیولو خبر ورکوي.         




الکسي نوالنۍ چې د پوتین کلک مخالف دی، دوه اوونۍ پخوا له جرمني څخه مسکو ته تر رسېدو وروسته په هوايي ډګر کې ونیول شو.  


نوالنۍ د تېر کال د دوبۍ په وروستیو کې په نوویچوک ګازو له مسموم کېدو وروسته د درملنې لپاره جرمني ته تللی و.  


تېره اوونۍ هم د ده زرګونو پلویانو د روسیې په ۱۰۰ ښارونو کې مظاهرې وکړې.   

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus