Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

خوست کې مظاهره: د غښتلي جمهوري نظام او تلپاتې سولې غوښتونکي یو

د یکشنبې (د سلواغې ۱۲مه) ورځې ناوخته د خوست سلګونو اوسیدونکو او مدني فعالانو د یو سوله ییز لاریون په واسطه د جمهوري نظام او تلپاتې سولې څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.


د دې لاریون ویناوالو وویل، افغان ولس ويښ شوی او نه غواړي چې د پردیو په لمسون د دې هېواد د زرګونو کسانو د ژوند په بیه د هېواد رغیدلي بنسټونه یو ځل بیا ونړیږي.


دوی زیاتوله، د افغانستان د مسالې او اوږدې جګړې حل په روسیه، چین، ایران، قطر او نورو هېوادونو کې نه دی، بلکې افغانان کولی شي او د دې صلاحیت لري چې تېر تاریخ ته په کتو خپلې مسالې په خپلو کې د خبرو اترو له لارې حل کړي.




د بدلون او یووالي کاروان مشر عبدالولي واحدزي لاریونوالو ته په خپلو خبرو کې وویل: "موږ هغه څوک چې دا نظام ړنګوي، هغوی نه غواړو، موږ هغه څوک چې په دې نظام کې غلا کوي، هغوی نه غواړو، هغه سوله چې زموږ د لکونو شهیدانو په قیمت وي، موږ يې نه غواړو، دا د افغانستان د ولس غږ ده، دا د افغانستان د ملت غږ ده، دا د افغانستان د کونډې او بورې غږ ده."


د لاریون ګډونوال چې د خوست ښار په کوڅو او لارو وګرځېدل، دا شعاونه يې له ځانه سره لېږدول: "هغه سوله نه غواړو چې د نظام په قیمت راځي، موږ د غښتلي جمهوري نظام او تلپاتې سولې غوښتونکي یو، د پردیو په اشاره نه غواړو، زموږ ملي بنسټونه بیا ونړیږي."


مدني فعال فریدالله قربان وویل، د افغانستان خلکو د نظام د نشتون درد لیدلی او بیا نه غواړي چې له هغه تېر برخلیک سره بیا مخامخ شي: "دا ولس به د خپل جمهوریت سره وي او خپل حکومت سره به وي، موږ د حکومتونو او جمهوریتونو د ردولو ډېرې ترخې تجربې لرو، له طالبه مو هم غوښتنه دا ده که ته رښتینی د ولس دعوه ګېر يې، راشه په مسکو، ایران او قطر کې د دې مسئلې حل نشته، کله چې د وحشت خبره وي، بیا زما ځوانان وژنې، خو کله چې زما د سرنوشت خبره وي، بیا مسکو ته منډه کړې، کله چې زما په سرنوشت سودا کېږي، هغه بیا په ایران کې کېږي، کله چې زما د سرنوشت خبره وي، په اسلام اباد او قطر کې يې کوې."




قومي مشر سمین خان ځدراڼ بیا د جګړو بدمرغیو ته اشاره وکړه او ويې ویل، دې جګړې دلاسه د دې خلکو جنازې او ښادۍ خوندي پاتې نه شوې، مشران مو ووژل شول، نور په سترګو کې اوښکې وچې شوي او خلک د جنګ او غم زغم نه لري.


نوموړي زیاته کړه، افغانان هغه سوله غواړي چې په هغه کې يې ابرو، عزت او ارزښتونه خوندي وي.




یو بل خوستي ځوان کمال خان کمال په خپلو خبرو کې خلک بیدارۍ او هوښیارتیا ته راوبلل او له دوی يې وغوښتل چې که د ولسونو په غږ او لاریون دې وطن ته ګټه رسېږي، نو بیا هر افغان دې قربانۍ تیار شي.




نوموړي زیاته کړه: "ملته څلوېښت کاله کېږي چې وژل کېږي، د وژلو علت یې نه دی مالوم، موږ باید هوښیار واوسو، مبارز اوسو، خپل حالت په خپله بدل کړو، نور د افغانیت هغه غرور چې په تاریخ کې مو لرلی هغه باید راژوندی کړو، اوس چې زموږ او ستاسو په مظاهره، په غږ سوله راځي باید رايې ولو او غږ پورته کړو."


د خوست په ګډون د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې خلک له هغې وروسته د لاریونو په واسطه ښارونو ته راوځي چې د شنبې په ورځ د طالبانو د قطر د دفتر سیاسي مرستیال عباس ستانکزي په مسکو کې د ولسمشرغني د استعفا غوښتنه وکړه او ویې ویل چې چارې دې یوه بل نوي لنډمهالي حکومت ته وسپاري.


یاده دې وي، له تېرو شااوخوا درې میاشتو راهیسې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د قطر په مرکز دوحه کې دوه اړخېزې ناستې دوام لري چې تراوسه یې کومه مثبته پایله نه ده څرګنده شوې.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus