Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

مسیر: ایا د اشرف غني د استعفا غوښتنه له سولې سره مرسته کولای شي؟

هشت صبح


ولسمشر غني د عبدالله د سولې له تګلارې سره مخالف کړی.


دا د هشت صبح ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی.


وړاندې په سرمقاله کې راغلي، د  سولې لپاره د عبدالله په تګلاره کې غني باید ستره قرباني ورکړي او له قدرت نه په شا شي.


خو د لیکوال په وینا د قدرت د دوام لپاره د ولسمشر غني مبارزه به جګړه خپلې پېچلې مرحلې ته وغځوي، ځکه که تاوتریخوالی ډېرېږي، د پخلاینې فرصت به لا محدود شي.


ورځپاڼه ليکي، دا څرګنده ده چې غني د طالبانو په وړاندې په جګړه کې ګټونکی نه‌دی،  خو جنګ کولای شي د هغه لپاره په واک کې د پاتې کېدو ډېر فرصت ورکړي.


دا هغه ادعاوې دي چې افغان حکومت تل رد کړي او ټینګار یې کړی چې د داسې یوې سولې ته د رسېدو پلوي دي چې لاسته راوړنې په‌کې خوندي شي او په رښتیني معنی سوله وي.


مخکې له دې افغان ولسمشر ټینګار کړی و چې واک به د انتخاباتو له لارې نوي ولسمشر ته وسپاري. 


لیکوال ټینګار کړی، هغه څه چې د افغانستان د خلکو لپاره حیاتي ارزښت لري هغه د خلکو په خوښه او رایو ولاړ سیاسي نظام دی.


سرمقاله ليکونکي دا هم ليکلي، که څه هم افغانان د سولې لپاره تږي دي، خو له دې سره  د جمهوريت مدافعین هم دي.


د لیکوال په وینا  غني او عبدالله باید پوه شي چې خلک څه غواړي او  غني په واک کې د پاتې کېدو لپاره د سولې خبرو اترو د مخنیوي حق نه‌لري.



مسیر


مسیر ورځپاڼې په دې پوښتنې خپله سرمقاله پیل کړې، ایا د اشرف غني د استعفا غوښتنه او د ولسمشر د واکمنۍ د دورې په پوره کولو ټینګار، معقول دریځونه دي او له سولې سره مرسته کولای شي؟


د لیکوال په وینا، هغوی چې د اشرف غني د استعفا غوښتنه کوي، دوه ډوله دي، یو دا چې د دې لپاره هېڅ بدیل نه‌لري او یوازې همدا وايي چې اشرف غني دې استعفا ورکړي.


ورځپاڼې دوهمه ډله هغه کسان بللي چې ورسره یوه طرحه او بدیل هم لري.


مسير ټینګار کړی چې د  سولې لپاره دا قرباني او انعطاف باید ټول د یوې منظمې طرحې په چوکاټ کې وي چې په کور دننه پر هوکړې او ملاتړ سربېره باید پیاوړی بهرنی ملاتړ او تضمین هم ولري.



هېواد


هېواد دولتي ورځپاڼې د طالب مشر عباس ستانکزي وروستیو خبرو ته اشاره کړې او لیکلي چې د روسانو په لمسون‌يې د نظام پر ضد غږ پورته کړی دی.


خو د لیکوال په وینا، ملت د خپل نظام او ولسمشر ننګه کوي او نه‌غواړي چې يو ځل بيا يې برخلیک د ده په خبره، د بلا په خوله کې ورکړل شي.


د لیکوال په خبره، د مؤقت حکومت په نامه د افغان وژنې لپاره بله دسيسه په هېڅ توګه د منلو او زغملو نه‌ده او په وینا یې دې برخه کې د امريکا او نړيوالې ټولنې ملاتړ هم شته دی.


ورځپاڼې طالب مشر عباس ستانکزی تورن کړی چې د مسکو  د ګټو لپاره د افغانانو تباهي غواړي او ټینګار يې کړی چې د مؤقت حکومت په نوم هڅې د پرديو لاسوهنې لپاره د دايمي فرصت معنی لري او ملت نه‌پرېږدي چې کومه ډله دې دا پردۍ اجنډا په افغانستان کې پلې کړي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus