Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

په کابل کې د زعفرانو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو

د افغانستان د زعفرانو درې ورځنی نندارتون نن په کابل کې پرانیستل شو.


‎د افغانستان د با ارزښترینه بوټي، زعفرانو نندارتون د کورنیو او بهرنیو چارواکو په ګډون نن د کابل په انټرکانټیننټال هوټل کې پرانیستل شو.


‎د دغه نندارتون د پرانیستې هدف بازارموندنه، نړیوالو بازارونو ته د افغانستان د زعفرانو د صادراتو پراختيا او په دې برخه کې د پانګونې جذب بلل شوې دی.


‎ټاکل شوې دا نندارتون درې ورځې دوام وکړي او زعفران یا د افغانستان سره زر په کې نندارې ته وړاندې شي.


‎د دغه نندارتو د پرانیستونکي شرکت مدرین میتود مشر سمیر متین د شنبې په ورځ ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل، چې دا نندارتون د دوی او د امریکا د نړیوالې پراختيايی ادارې له لوري پرانیستل شوی دی.


متين زياته کړه: "‎د USID دفتر په همکارۍ مو د افغانستان زعفران نندارې ته وړاندې کړل چې دوه هدفونه په کې تعقیبوو، یو دا چې په افغانستان کې دننه ورته بازارمونه وکړو ځکه خرڅلاو یې کم دی او دویم دا چې په بهر کې د افغانستان د زعفرانو لپاره بازارمونه وکړو." 




دا نندارتون داسې مهال پرانيستل کېږي، چې د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت ویاند فواد احمدي ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې په دې وروستیو په افغانستان کې د زعفرانو کښت ته لېوالتیا زیاته شوې ده.


احمدي زياته کړه: "د افغانستان د زعفرانو لومړنی نندارتون په 37 غرفو کې په کابل کې پرانیستل شو چې په دغه نندارتون کې د هېواد له ټولو ولایتونو زعفران کارانو خپل محصولات نندارې ته وړاندې کړل، په دې وروستیو کې چې د یوه نړیوال انستیتوت له لوري د نړۍ د زعفرانو تر ټولو غوره ذایقه د افغانستان د زعفرانو وبلل شوه په افغانستان کې د زعفرانو د کښت او پروسس په برخه کې لېوالتیا هم زیاته شوې ده."


‎ یو شمېر بزګران او سوداګر هم د دغه شان نندارتونونو پرانیستل ګټور بولي

‎جلیل احمد کریمي چې د (بابای زعفران) شرکت مسوول دی، ده هم په دغه نندارتون کې خپل د زعفرانو محصولات نندارې ته وړاندې کړي او په دې اړه داسې وایي: "د دغه شان نندارتونونو پرانیستل د زعفرانو د بازار لپاره ‌‌‌‌‌‌ډېر اغېزمن دي، موږ هیله مند یو چې دغه شان نندارتونونه زیات شي همدارنګه که له هېواده بهر دغه ‌‌‌‌‌‌ډول نندارتون جوړ شي ګټه به یې لا زیاته وي."




دا په داسې حال کې ده چې څو موده وړاندې د افغانستان ‎زعفرانو د اروپایي ټولنې د ذایقې نړیوال انستيتيوت نه د (درې طلایي ستورو) له ‌‌‌‌‌‌ډلې لومړی مقام خپل کړ.


‎د افغانستان د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وایي، چې د زعفرانو حاصلات سږ کال ٢١ ټنو ته رسېدلي دي.


‎د چارواکو په خبره‌، دا مهال د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې په اته زره هکټاره ځمکه کې زعفران کښت کېږي چې هرات ولايت بيا د دغه محصول په کښت او تولید کې لومړی ځای لري.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus