Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

لا هم د خوست، پکتیا او پکتیکا خلک خپلې ستونزې په جرګو او مرکو حلوي

په خوست، پکتیا او پکتیکا کې لا هم د خلکو او ډلو تر منځ شخړې او ټولنیزې ستونزې د نرخ یا د سیمه ییزو قوانینو په چوکاټ کې د جرګو او مرکو له لارې حلېږي.


"لویه پکتیا د جرګو او مرکو کور"


دغه جمله ډېری وخت د پکتیا، پکتیکا او د خوست د ګڼو سیاستوالو، چارواکو او د خلکو په خوله وي.


خو ایا رښتیا هم د دې ولایتونو اوسېدونکي خپلې ستونزې له دې لارې حلوي؟


د پکتیا اوسیدونکی مخلص احمدزی د هغې پېښې کیسه کوي، چې موده وړاندې یې یو ماشوم په موټر وواهه او قضیه یې د ترافیکو پرځای په سیمه ییزو قوانینو خلاصه کړه.


هغه وویل: "یوه ورځ ډېر عاجل کار راته پیدا شو، خوست ته روان وم، چې د مموزیو سیمه کې پوخ سرک ته کوچني ماشوم رامنډې کړې، فکر کوم نوې یې کډه( کور) راغلې وه، موټر کنترول نشو او و مې واهه بیا مې شفاخانې ته یوړ خو مړ شو، موږ ننواتې ورته وکړه جنازه او فاتحه کې ورته کېناستو، مشران مې هم راسره بوتلل خدای فضل وکړه ښه خلک و، مړی یې راته وبخښه او ستونزه حل شوه."


دا دې هغو ګڼو پېښو یوه بېلګه ده، چې د نرخ یا سیمه ییز عرف او عاداتو په قانون حل شوې ده.


د جرګه مارانو یا د مرکچیانو په وینا، دوی په سلو کې له اتیا پورته قضیې او دعوې له همدې لارې حلوي، خو ځایي رسمي ادارې دا ارقام دقیق نه بولي.


خو خلک ولې خپلې ستونزې له دې لارې حلوي؟


د خوست یو تن اوسېدونکى او قومي مشر نبي کوثر وایي، په محاکمو کې د فساد او په قضیو کې د ډير وخت تیریدو له امله غوره بولي، چې په جرګو او مرکو خپلې دعوې او ستونزې فیصله کړي.


کوثر وویل: "خلک ځکه نرخ خوښوي چې فیصله یې زر کېږي، فساد نه وي پکې، دواړو جانبه پرې راضي کېږي، په محکمه کې خو پیسې درنه اخلي، په میاشتې میاشتې دې کار نه خلاصېږي حق حقدار ته نه رسېږي."


د پکتیا والي محمد حلیم فدایي هم پکتیا د جرګو او مرکو کور بولي او وایي، زیاتره دعوې له دې لارې حلېږي، خو په محاکمو کې د فساد خبره نه مني.


دی وايي، په دوسیو د ډېر وخت مصرف د دقیقو او کره پرېکړو ترسره کېدل دي، څو د چا حق ضایع نه شي.




دی وایي: "محاکمو په روان کال کې تر اوسه یوو لس سوه قضیې حل او فصل کړي، او دا چې درې محکمې یوه قضیه په نهو میاشتو کې خلاصوي دا ددې لپاره چې د چا حق و نه خوړل شي." 


د پکتیا یو شمېر نور اوسېدونکي بیا د جرګو او مرکو له لارې جوړجاړی سم نه بولي، ځکه په وینا یې د ځینو ستونزو د حل لپاره د دعوې یو طرف یا دواړه طرفونه زیان ویني.


دوی وایي، د غیررسمي قوانینو د تطبیق پرځای دې د هېواد نافذه قوانین پلي او پر ټولو تطبیق شي، خو د ځایي ادارې پر مسولینو غږ کوي، چې ټول هغه خنډونه له منځه یوسي، چې له امله یې خلک محاکمو او څارنوالیو ته د تګ زړه نه شي ښه کولی.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus