Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت: د باختر ګنجینه دې دننه افغانستان کې وساتل شي

وروسته له دې چې د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني، د باختر ګنجینې د خوندیتوب په اړه اندېښنه وښوده او بهر ته یې د یادې ګنجینې د لېږد خبره وکړه، د افغانستان اطلاعاتو فرهنګ وزارت وایي، د باختر ګنجینه د افغانستان عظمت او شان ښیې او باید په همدې هېواد کې وساتل شي. 


د دې وزارت سرپرست محمد طاهر زُهیر د پنجشنبې (د سلواغې ۹مه) په ورځ کابل کې رسنیو ته وویل، دا ګنجینه د خپل حجم پر اساس مالي او پولي پشتوانه نه شي کیدی، خو د باختر ګنجینه تمدني او تاریخي ارزښت لري. 


هغه زیاته کړه چې دا ګنجینه د یو شمېر هېوادونو د هوکړې پر بنسټ ځینو هېوادونو ته د نندارې لپاره لېږدول کېږي، خو له ټاکلي مودې وروسته باید بېرته افغانستان ته راوړل شي. 




دی وايي: "د یو دولت قدرت دا ایجابوي چې خپل فرهنګي اثار د تقاضا او همغږۍ وروسته نورو هېوادونو ته د نندارې لپاره ولېږي، بېرته یې راوړي او له ځان سره یې وساتي. دا آثار لکه څنګه چې پخوا ساتل کېدل اوس هم ساتل کېږي. هېڅوک نه شي کولی چې کومه تمه ورته ولري، لاس ور وړې او نه هم ورته اړتیا لري." 


د ښاغلي زُهیر په خبره، د باختر ګنجینه په تېرو ۱۳کلونو کې په ۱۳ هېوادونو او ۲۹ موزیمونو کې نندارې ته کېښودل شوې او له دې لارې یې ۳۵۰ میلونه افغانۍ عاید راټول شوی دی. 


نوموړي وویل چې له تاریخي او فرهنګي اثارو سره باید سیاسي چلند ونه شي ځکه د ده په وینا سیاسي لوبې فرهنګ ته زیان رسوي. 


خو ولسي جرګه بیا هم له خپل دریځه ملاتړ کوي. 


د ولسي جرګې مرستیال منشي، حجت الله خردمند ازادي راډیو ته وویل: "دا نه شو ویلی چې د ولسي جرګې د دې پرېکړې هدف سیاسي دی، د ولسي جرګې مشر د یوې اندېښنې په توګه وویل چې د افغانستان ملي سرمایه یرغمل نه شي، که د ولسي جرګې د رئیس په توګه نه بلکې د یو هېواد وال په توګه ووایو دا د هر افغان حق دی چې په دې اړه اندېښمن شي." 




د ولسي جرګې دا غوښتنه چې د باختر ګنجینه دې بهر ته ولېږدول شي له سختو غبرګونونو سره مخ شوه. 


له دې وړاندې ارګ د ولسي جرګې دا پریکړه خواشینونکې بللې او له یادې جرګې یې غوښتي و چې د ملي مسایلو په اړه مسوولانه خبرې وکړي. 


د باختر ګنجینه نږدې ۴۰ کاله وړاندې په ۱۹۷۸ میلادي کال کې د جوزجان طلا تپه کې ترلاسه شوه. 


دا ګنجینه په افغانستان کې د سروزرو لرغونې زېرمه او د نړۍ د پنځو لویو ګنجینو له ډلې شمېرل کېږي. 

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus