Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

سوېډن: له لیډینګو ښاره دې افغان قونسلګرۍ بلې سیمې ته ولېږدول شي

د سوېډن د لیډینګو ښاروال دانیل شلن فورش په خورا تُنده ژبه دې ښار کې د افغانستان قونسلي خدمتونو، هلته تلونکي افغانان او خپله د قونسلګرۍ د ودانې د ځای څرګندونې کړي دي.


دانیل په خپله فیسبوک‌پاڼه شکایت کړی چې په لیدینګو ښار کې د افغانستان قونسلګري د خلکو د استوګن‌ځایونو په منځ کې ده او هېڅ داسې اسانتیاوې نه لري چې ورته راتلونکي افغانان ترې ګټه واخلي.




هغه زیاته کړې، قونسلګري، تم‌ځای، پراخې خوني او ان مېشت‌ځای نه لري او همدا ټکی د دې لامل شوی، څو دې قونسلګرۍ ته تلونکي افغانان د خلکو په پارکونو، باغونو او ان د کور مخ ته کېني او هېڅ ډول نظافت ته پام نه کوي.


د لیدینګو ښاروال وايي، ډېر کله ورته له سیمې خلک پر ټیلیفون شکایت کوي چې قونسلګري ته راغلي خلک شور کوي او دوی ته یې سردرد پیدا کړی دی.


هغه ستاکهولم کې د افغانستان له سفارته غوښتنه کړې چې د دې ستونزې د حل لپاره لاس په کار شي.


ستاکهولم کې د افغانانو د ټولنې مشر نسیم سحر هم مني چې د لیډینګو په ښار کې د افغانستان قونسلګرۍ د سیمې خلکو ته ستونزې زېږولي دي.


دی وايي: "د لیډینګو ښاروال له افغانانو شکایت کړی چې د قونسلګرۍ په شااوخوا کې د خلکو د کورونو مخ‌ته، پارکونو او نورو سیمو کې نظافت نه مراعتوي. دا یو لوی مشکل چې د افغانستان سفارت د ستاکهولم ښار په یوه څنډه او قونسلګري یې په بله څنډه کې ده. دا سیمه هم د قونسلګرۍ لپاره ډېره کوچنۍ ده."


ستاکهولم کې د افغانستان سفارت بیا ډاډ ورکوي چې ژر به دا ستونزه حل شي.


په سوېډن کې افغان سفیر عباس نویان ازادي راډیو ته وویل، د لیډینګو د ښاروال له شکایت وړاندې یې د ستونزې د حل په اړه د بهرنیو چارو وزارت ته معلومات ورکړي او له دې سیمې یې د قونسلګرۍ د لېږد امر تر لاسه کړی دی.




ښاغلي نویان زیاته کړه: "موږ د یوه بل ځای د لېدو لپاره راوتلي یوو، یو دوه ځایونه مو لیدلي دي، اوس یې پر قرارداد او نورو مسایلو کار کوو. پوهېږئ چې د قونسلګرۍ لېږد لږ وخت نه نیسي، ولې بیا هم موږ کوښښ کوو چې ډېر ژر له دې ځایه یوې بلې سیمې ته خپله قونسلګري ولېږدوو. "


دا لومړی ځل نه دی چې بهرنیو هېوادونو کې د افغانانو له کړو وړو شکایت را پورته کېږي، بلکې له دې وړاندې هم ورته غږونه پورته شوي دي.


خو له افغانستانه بهر بیا ډېر کله د دې ډول ستونزو د راپورته کېدو یو دلیل، د افغانستان د ډپیلوماټیکو مرکزونو او ډیپلوماټانو پڅ کار بلل شوی دی.


خو له دې ټولو سره-سره د افغانستان حکومت وايي، هڅه کوي خپلو بهرنیو ډیپلوماټیکو مرکزونو کې نه یوازې دا چې د ښو خدمتونو د وړاندې کولو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي، بلکې په بهرنیو چارو وزارت کې یې د اصلاحاتو لړۍ هم پیل کړې چې په عملي کېدو سره به یې دا ستونزې پای ومومي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus