Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

"په کندز کې يو شمېر رسنيزو فعالانو دندې پريښې"

کندز کې د رسنیو مسولین وايي یو شمېر کارکونکیو یې د خوندیتوب د اندېښنو له کبله دندې پريښې دي.


د کندز د رسنیو کارکوونکي، چې لا د مخه خبریالانو ته پېښو امنیتي ګواښونو  اندېښمن کړي وو، وايي، دغلته پر یوه سیمه یيزه راډیو له برید وروسته نور هم وېرېدلي دي.


د یو شمېر سیمه ییزو رسنیو مسئولان وايي، چې  ځینو کارکوونکو یې له دې پېښې وروسته خپلې دندې پرېښې دي.


 د جدي په 26 مه نېټه یو شمېر پارېدلي لمونځ کوونکي د کندز په ښار کې د فیروز کوهی جامع جومات ته څېرمه د زهره په نوم راډیو ته ننوتل، او د دې راډیو وسایل یې مات کړل.


کندز کې د سیمه ییزو رسنیو چارواکي وايي، پر زهره راډیو برید د کارکوونکو د خوندیتوب په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.


اورانوس په کندز کې یو خصوصي  تلویزیون دی.


د دې تلویزیون مشر  هدایت الله زیارمل وايي، که څه هم برید د دوی په تلویزیون نه دی شوی خو ترې وروسته یې ځینې همکارانو دندې پرېښې او یو شمېر نور د خوندیتوب احساس نه کوي.


ښاغلي زیارمل زیاته کړه: "د کندز په سیمه ییزو رسنیو کې که کومه ستونزه پېدا کېږي، لومړۍ یې باید په اړه پلټنې وشي او د قانون سره سم ورته رسېدنه وشي. دا سم کار نه دی چې خلک په خپل سر پر رسنیو برید وکړي او ټول شته یې ورته تخریب کړي. دا وضعیت د انديښنې وړ دی."


هدایت الله زیارمل او په کندز کې د سیمه ییزو رسنیو نور مشران وايي، که چېرې د دوی د دفترونو  د خوندیتوب برخه کې اقدامات ونه شي ښايي ځینې رسنۍ اړ شي چې خپل فعالیتونه بند کړي.


حسیب الله حساس د کندز په نوم دیوې سیمه ییزې راډیو خبریال دی.


هغه وايي: "په زهره راډیو چې کوم برید وشو، زموږ پر رسنیز فعالیت یې منفې اغېزه کړې ده. ځکه پخوا موږ یوازې د ترهګرو ډلو له لورې اندېښنې درلودي. خو اوس ویره لرو چې عام خلک پر موږ برید ونه کړي او له همدې کبله رسنیو ته په ډاډه زړه نه شو راتللی."


دوی دغه راز پر حکومت غږ کوي، چې پر زهره راډیو باندې د برید عاملان باید ونیسي او قانوني چلند دې ورسره وکړي.


ګیتا محمدي د خاور په نوم د یوې سیمه ییزې راډیو کارکوونکې ده.


هغه وايي، وروستیو پېښو اندېښمنه کړې ده.


محمدي زياته کړه: "د خلکو له لورې پر زهره راډیو برید موږ ذهناٌ او روحاٌ نا آرامه کړي یو. دا یو جرم دي چې يو شمېر خلکو پر خپلسر پر زهره راډیو برید وکړ. دا پېښه باید په جدې توګه وڅېړل شي."




په کندز کې د افغان خبریالانو د خوندیتوب د کمیټې مسئول شهباز صابري په رسنیو او خبریالانو بریدونه  د اندېښنې وړ بولي. 


هغه وویل: "له بده مرغه پر خبریالانو او رسنیو د کار فضا راتنګه شوې ده. روان وضعیت خورا خطرناکه او ناهېلي کوونکي دي. موږ د رسنیو د ملاتړ له بنسټونو، له حکومته او دغه راز له نړیوالي ټولنې غواړو چې دې روان وضعیت ته د حل لاره ومومې. که چېرې وضعیت همدا شان ادامه پېدا کړي نو رسنۍ به تشي پاتې شي."


د کندز سیمه ییز چارواکي وايي، دوی پر زهره راډیو باندې د شوې برید په اړه پلټنې پیل کړي دي. 


همدارنګه ډاډ ورکوي، چې د رسنیو د کارکوونکو د خوندیتوب لپاره به ټول اړین اقدامات وکړي.


خو کندز کې خبریالان وايي، دوی ډاډ ته کم خو د خوندیتوب په برخه کې عملي اقداماتو ته ډېره اړتیا لري. 

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus