Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د انساني قاچاق د مخنیوي میاشت؛ انساني قاچاق افغانستان ته تر ټولو نوی کړاو

د انسانانو قاچاق په نړۍ او په ځانګړي ډول افغانستان کې تر ټولو نوی کړاو دی.


‎جنوري مياشت په نړۍ کې د انسانانو د قاچاق او د غلامانو د ساتلو د مخنیوي میاشت ده.


۳۰ کلن فهیم هغه ځوان دی چې انساني قاچاق کوونکو تېر ایستلی او ډېر په سختۍ  ترکیې رسېدلی.


‎دی وایي چې قاچاق کوونکو ۵ کاله وړاندې په بېلابېلو درواغو او پلمو دی تېر ایستلی، پیسې یې ترې اخیستي او د لارو د ستونزو په اړه یې ورته هېڅ هم نه دي ویلي.


‎فهیم د ترکیې د لارو د ستونزو په اړه ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل: "هغه مهال چې موږ ولاړو له موږ سره شپږ که اووه کورنۍ هم وې چې ښځې او ماشومان هم په کې وو، هغوی له موږه مرستې غوښتې، داسې لاره وه چې تنده او لوږه یې لرله، زیاتې ستونزې یې لرلې، قاچاقبران ناسم چلند کوي، که یې پر وخت پیسې ورنه کړل شي ان وهل ‌‌‌‌‌‌ډبول هم کوي."




‎فهیم ازادي را‌‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې قاچاقچیان یوازې پیسې پېژني بل ارزښت نه پیژني.


‎د فهیم په خبره، اوس چې بېرته هېواد ته راستون شوی د ارامۍ احساس کوي او په عزت سره ژوند یې له سره پیل کړی.


‎فهیم ځوانانو او کورنیو ته هم پیغام لري: "یوه نیمه که دوه میاشتې کېږي چې هېواد ته راستون شوی یم، زه هغو کورنیو او ځوانانو ته چې غواړي له قاچاقبرانو سره له هېواده ووځي، مشوره نه ورکوم، ځکه ‌‌‌‌‌‌ډېری ځوانان په لارو کې مري."


‎جنوري د انسانانو د قاچاق یا غلامانو د ساتلو د مخنیوي میاشت ده. ‎هر کال دې میاشت کې د نړۍ په کچه د انسانانو د قاچاق او غلامانو د ساتلو د مخنیوي په اړه بحثونه کېږي، ‎خو دغه ستوتزه لا هم په پراخه توګه شته او افغانان یې هم قربانیان دي.


‎د افغانستان د ک‌‌‌‌‌‌ډوالو چارو وزارت د رسنیو برخې سلاکار عبدالباسط انصاري وایي چې د انسانانو قاچاق جرم دی او ناسمې پایلې لري: "د انسان قاچاق جرم دی او زموږ ټینګار تل دا دی چې نا منظم او ناقانونه ک‌‌‌‌‌‌ډوالي ناسمې پایلې لري، طبعاً دغه ‌‌‌‌‌‌ډول ک‌‌‌‌‌‌ډوالي په راتلونکي کې هم زیاتې ستونزې جوړوي."




‎په دې وروستیو کلونو کې لسګونه زره افغانان په هېواد کې د جګړو او نورو ستونزو له کبله بهرنیو هېوادونو په ځانګړي ډول لوېديځ ته په ناقانونه توګه ک‌‌‌‌‌‌‌ډوال شول.


‎دوی په لارو کې له ګڼو ستونزو سره مخ شول او د ښځو او ماشومانو په ګ‌‌‌‌‌‌‌ډون سلګونه په کې مړه شول.


‎له دې سره د ملګرو ملتونو د ک‌‌‌‌‌‌ډوالو چارو ادارې 'یو.اېن.اېچ.سي.ار' ویاند نادر فرهاد وایي چې د افغانستان او نورو هېوادونو ترمنځ د سم چوکاټ او تګلارې نشتون په قاچاقي ‌‌‌‌‌‌ډول د افغانانو ک‌‌‌‌‌‌ډوال ته زمینه برابره کړې ده.


ښاغلي فرهاد زیاته کړه: "د افغانستان او نورو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ لاره په سمه توګه نه ده جوړه شوې، نو له همدې امله افغانان دې ته ترجیح ورکوي څو نورو هېوادونو ته په قاچاقي ‌‌‌‌‌‌ډول ولاړ شي، خو دغه شومه پدیده باید نوره له منځه ولاړه شي."


‎دا مهال ۲،۵ میلیونه اسناد لرونکي او بې اسناده افغان کډوال په ایران او پاکستان کې اوسېږي او لسګونه زره نور بیا په لوېديځ او امريکا کې ژوند کوي، ‎خو لسګونه زره نور افغانان چې په قاچاقي ‌‌‌‌‌‌ډول لوېديځ ته تللي، لا هم له ګڼو ستونزو سره مخ او په بشپړ ‌‌‌‌‌‌‌ډول بې برخلیکه پاتې دي.


‎همدارنګه دا مهال له ترکیې لوېديځ ته د افغانانو تلل لا هم دوام لري چې د انساني قاچاق کوونکو بازار پرې تود دی.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus