Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د امریکا کانګرس پر روسیې د نويو بندیزونو د لګولو خبردارى ورکړ

د امریکا د کانګرس ډیموکراټ او جمهوريپالو غړیو ویلي، چې که کریملین د هغو شدیدو محدودیتونو او نغدي جریمې اقدامات چې په روسیه کې د ازادې اروپا - ازادي راډیو د روسیې د څانګې فعالیتونه له ګواښ سره مخامخ کوي عملي کړي، پر مسکو دې نوي بندیزونه ولګول شي.


پر روسیې د نویو بندیزونو غوښتنه د کانګرس غړیو په یوه لیک کې چې د جمعې په ورځ یې د جوبایډن ادارې ته استولی، کړې.


په دغه لیک کې دغه راز د دې غوښتنه هم شوې چې نوې اداره دې په بیلاروس کې چې له څو میاشتو راهیسې په کې د الکساندر لوکاشينکا د بیا ټاکل کېدو پر وړاندې اعتراضیه مظاهرې روانې دي، د ازادي راډیو د بیلاروس د څانګې د فعالیتونو د پیاوړتیا لپاره زیات څه ترسره کړي.


د روسیې د رسنیو د تنظیم ادارې روانه میاشت اعلان وکړ چې په روسیه کې د ازادې اروپا- ازادي راډیو څانګه سلګونو زره ډالرجریمه کوي.


د دې راډیو د مسکو څانګه یې تورنه کړې، چې د بهرني اجنټ یا عامل په نوم قانون څخه یې سرغړونه کړې.


دغه قانون د نورو محدودیتونو ترڅنګ له یو شمېر مشخصو خبري سازمانونو چې له بهره تمویلېږي، غواړي چې هغه مواد چې په روسیه کې یې تولیدوي، د یوه بهرني عامل یا اجنټ له خوا تولید شوي مواد یې وبولي.


دغه قانون همداراز د ازادې اروپاـ ازادي راډیو خبریالان د جنایي محاکمې له خطر سره هم مخامخ کوي.


د ازادې اروپا ـ ازادي راډیو چې یوه خپلواکه غیرانتفاعي اداره ده او د امریکا کانګرس یې تمویلوي، د روسیې دغه قانون نه دی عملي کړی او که سلګونه زره ډالره جریمه شي نو ښایي دې ته اړه شي په روسیه کې خپل فعالیت پای ته ورسوي.


د روسیې د تنظیم ادارې ازادي راډیو چې ایډیټوریال خپلواکي یې د امریکا په قانون کې نغښتې ده، په مشخص ډول د نورو بهرنیو خبري رسنیو په ډله کې چې په روسیه کې فعالیت کوي، په نښه کړې ده.




د بایډن ادارې ته په استولي لیک کې د کانګرس غړیو ویلي، چې که مسکو دغو اقداماتو ته مخه کړي، نو دوى چمتو دي چې د دوى له ادارې سره له موجوده قوانینو څخه په استفادې روسیې ته د سزا ورکولو په اړه غور کولو کې کار وکړي.


دغه لیک د استازیو جرګې د بهرنۍ کمیټې مخکښو ډیموکراټ او جمهوریپال غړیو ګریګ میکس او مایکل مککاول د دې کمېټې له دریو نورو غړیو سره په ګډه لاسلیک کړی دی.


بایډن چې د تېرې چهارشنبې په ورځ یې د امریکا د ۴۶ م ولسمشر په توګه لوړه وکړه، ادارې یې داسې نښې ښودلې چې غواړي له روسیې سره په اړیکو کې یوه نوې تګلاره غوره کړي.


داسې تګلاره چې په عین حال کې چې په روسیه کې به د فساد ضد مخکښ منتقد الکسې ناوالني په ګډون د حکومت د مخالفو ډلو ملاتړکوي، غواړي له دې هیواد سره پر وسلو د کنټرول ستر تړونونه وغځوي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus