Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

امریکا په افغانستان کې د "هر سرتېري په پرتله ۷ قراردادیان" استخدام کړي

سټارز انډ سټرایپس


سټارز انډ سټرایپس ورځپاڼې له افغانستانه د امریکايي سرتېرو د وتلو په اړه مقاله خپره کړې ده.


په دې مقاله کې راغلي چې د امریکا دفاع وزارت په افغانستان کې د هر سرتېري په پرتله اووه قراردادیان استخدام کړي دي.  


په مقاله کې راغلي چې په داسې حال کې تر ۱۸،۰۰۰ زیات قراردادیان په افغانستان کې شته، پنټاګون د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر دوو نیمو زرو ته کم شوی دی.  


د پنټاګون د راپور له مخې په اکټوبر میاشت کې د قراردادیانو شمېر ۴،۳۰۰ ته کم شو چې دا د مخکې په پرتله ۲۰ فیصده کموالی ښيي.  


مقاله یادونه کوي چې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په هدف د رامنځته شویو بندیزونو له کبله ګڼ قراردادیان څو میاشتې په افغانستان کې بند پاته وو. 


د سټارز انډ سټرايپس مقاله په پای کې لیکي چې دا ستونزه په ډسمبر میاشت کې هغه مهال حل شوه چې د امریکا له دفاع وزارت سره‌یې غونډه جوړه کړه. دا خبره د دفاع وزارت د یوه راپور له قوله ویل شوې ده.  



ټلېګراف


بریتانیا چاپ ټلېګراف ورځپاڼې په افغانستان کې د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله د بې‌وزلۍ زیاتېدو ته پام کړی دی.  


د مقالې لیکوال لیکلي چې په افغانستان کې سږ کال شااوخوا ۱۰ ملیونه کوچنیان د خوړو له کمښت سره مخامخ دي او د سېف دې چلډرن مؤسسې له قوله‌یې لیکلي چې د دې ستونزې د حل لپاره شااوخوا یو میلیارد پاونډ ته اړتیا ده.  


په دې مقاله کې راغلي چې د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله ګڼې افغان کورنۍ له اقتصادي بحران سره په داسې حال کې مخامخ شوي چې د کار فرصتونه کم شوي او د خوړو بیې لوړې شوې دي.  


وړاندې په مقاله کې لولو چې د سېف دې چلډرن خبرداری په داسې حال کې دی چې څو ورځې مخکې ملګرو ملتونو هم خبرداری ورکړی چې روان کال تر پنځو کلونو کم عمره افغان کوچنیان د خوړو له سخت کمښت سره مخامخ دي.  


په ۲۰۲۰م کال کې نړیوال بانک اټکل کړی وو چې د کرونا ویروس وبا پر صادراتو منفي اغېز کړی چې په نتيجه کې يې د شیانو بیې لوړې شوې. د ټلېګراف مقاله لیکي چې د کرونا ویروس د وبا او روانې جګړې له کبله بشري وضعیت نور هم خراب شوی دی.  


د مقالې په وینا د افغانستان نیمی نفوس بشري مرستو ته اړتیا لري.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus