د کاناډا صدراعظم: خپلواک او ولسواک افغانستان ته له رسوونکې سولې ملاتړ کوو
ترودو دغه څرګندونې پرون ماښام له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره په ټیلیفوني خبرو کې وکړې.
د ارګ خبرپاڼه وایي چې ترودو له ښاغلي غني سره په دغو خبرو کې افغانستان کې د تاوتریخوالي پر زیاتوالي اندېښنه وښوده.
دواړو لورو د ناټو د دفاع وزیرانو په راتلونکې غونډه چې فبروري کې جوړېږي، هم خبرې وکړې او ویېویل چې دې غونډه کې باید د افغانستان پر وړاندې ګډ او همغږی سیاست رامنځته شي چې له مخې یې د سولې خبرې مطلوب هدف ته ورسېږي.
افغان ولسمشر پرون په کابل کې د امریکا سفارت له شارژدافیر راس وېلسن او د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت له قوماندان سکاټ مېلر سره هم د سولې پر بهیر او د امریکا له نوي حکومت سره د اړیکو په اړه (مفصلې) خبرې کړې دي.