د پاکستان پوځ: د اټمي سرګلولې لېږدوونکی یو بالستیک توغندی مو ازمویلی
له ځمکې ځمکې ته دغه توغندی چې شاهین-درې نومېږي، د ۲،۷۵۰ کیلو مترو واټن وهلی شي.
د پاکستان د پوځ مطبوعاتي دفتر د دغه هېواد د لوی درستیز جنرال ندیم رضا له قوله ویلي، د پاکستان ستراتېژیک هدف دا دی چې پر خپل حاکمیت د هر ډول تېري مخه ونیسي.
شاهین-۳ توغندی د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۵ کال کې وازمایل شو.
پاکستان او سیالیې هند وسله تونونه او بېلابېل ډول توغندي لري.
له کله نه چې دغو ګاونډیو هېوادونو له بریتانیا خپلواکي اخیستې، درې ځلهیې خپلو کې جګړه کړې ده.