Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

جو بایډن به په خپلو ۱۰۰ لومړنیو کاري ورځو کې کوم کارونه وکړي؟

د امریکا متحده ایالاتو منتخب ولسمشر جو بایډن نن چهارشنبه د جنوري ۲۰مه لوړه کوي، دی به د امریکا متحده ایالاتو ۴۶م ولسمشر وي.


ښاغلي بايډن ۱.۹ تریلیونه ډالر اقتصادي پلان اعلان کړی دی چې کرونا ویروس ځپلی دغه هېواد تر یوې اندازې بېرته په خپلو پښو ودروي.


د کرونا ویروس له کبله په امریکا کې نږدې ۴۰۰ زره کسان مړه شوي او ملیونونه نور په دغه ویروس اخته دي.


ښاغلي بایډن دا اقتصادي پلان تېره اوونۍ اعلان کړ چې د اقلیم د بدلون څخه نیولې د رایې اچونې، د حقوقو او مهاجرت د سیستم د اصلاحاتو پورې مسایل په‌کې شامل دي.


د جو بایډن ټیم وايي چې «دا پلان ډېر لوړ دی، خو عملي کېدونکی» دی. دا پلان به داسې مهال کانګرس ته وړاندې کېږي چې ټاکل شوې په سنا کې به د ولسمشر ټرمپ د استیضاح بهیر او محکمه هم روانه وي.


په امریکا کې د هر نوي ولسمشر د کار اندازه له دې معلومېږي چې هغه په لومړیو ۱۰۰ ورځو کې څه کړي دي؟


ځیني کارپوهان په دې باور دي چې ښاغلی بایډن ژمن دی چې په لومړیو ورځو کې به د خپلې کاري اجنډا غټه برخه کانګرس ته وړاندې کوي.


د ښاغلي بایډن دا پلان ډېر پراخ دی ځکه چې هم صحي برخه او هم اقتصادي ننګونې رانغاړي.



بهرنۍ تګلاره


جو بایډن له شااوخوا ۳۶ کلونو راهیسې په سیاست کې دی او ډېره برخه‌یې د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو په کمېټه کې په کار کولو تېره کړې ده.




هغه په خپلو انتخاباتي غونډو کې ژمنه کړې وه چې له هغو ائتلافونو او هېوادونو سره به اړیکې بېرته رغوي چې د ده په خبره د ولسمشر ټرمپ منزوي کوونکې اجنډا له کبله پردي شوي.


هغه همدا راز ژمنه کړې چې یوه نړیواله غونډه به رابولي چې د فساد او افراطي ملتپالنې سره په مبارزې تمرکز وکړي.



اقلیمي بدلون


ښاغلي بایډن داسې اشارې ورکړي چې د پاریس د اقلیم بدلون په تړون کې به بېرته یوځای کېږي او داسې اقدام به کوي چې امریکا یو ځل بیا د اقلیمي بدلون د مخنیوي په برخه کې د رهبرۍ رول ولوبوي.


هغه به د ولسمشر ټرمپ هغه مقررات هم ختموي چې د فوسیل د سونګ توګو استخراج او سوځول‌یې اسانه کړي وو.



مالیات


د ښاغلي بایډن په لومړیو ۱۰۰ ورځو کې به بل مهم کار دا وي چې هغه به په پانګوالو او سوداګرو باندې مالیه لوړوي.


د ولسمشر ټرمپ په وخت کې په سوداګرو باندې مالیه له ۳۵ څخه ۲۱ فیصدو ته راکمه شوې وه.


هغه ژمنه کړې ده چې په هغو خلکو باندې به مالیه نه‌لوړوي چې تر ۴۰۰ زره ډالرو کم عاید لري.


ښاغلی بایډن به دغه‌راز د اوږد مهال لپاره به د زېربنايي کارونو لپاره د دوو تریلیون ډالرو او په خاص ډول د سړکونو او پلونو د جوړولو لپاره طرحه وړاندې کړي.‌

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus