Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د پکتیا یو شمېر لېرې پرتې سیمې به له دې وروسته روغتیايي کارکوونکې ولري

سوېل ختیځ زون کې لسګونو نجونو او ځوانانو روغتیايي زده کړې وکړې. د پکتیا ولایت د مرکز ګردېز اوسېدونکې شکېبا له هغو کسانو یوه ده چې په پکتیا کې د سویل ختځ زون د څلورو ولایتونو د دوه کلنو روغتیايي زده کړو تر بشپړېدو وروسته د فارمسۍ او لابراتور له څانګو فارغ شول. 


نوموړې وايي: "ما چې کله لابراتوار انتخاب کړو، ډېر شوق مې ورسره وو او بل دا ستونزه ما په خپله ټولنه کې لیدله، هر کله چې ښځینه به يې ډاکټرته بوتلې، نو نه يې غوښتل چې نارینه دې ورڅخه وینه واخلي، نو که دې برخه کې ښځه وي، خلک کولی شي، په اسانۍ خپلې ناروغانې ډاکټرانو ته بوځي، کوم ځای کې چې ښځینه ټکنالوژیستې موجودې وي، نو دوی کولی شي، په ښه زړه خپل ناروغه ور ولي."




شکېبا د فارمسۍ او لابراتوار تر څنګ په نورو طبي برخو کې هم د ښځو زده کړې اړینې ګڼي. 


دې د پکتیا د روغتیایي علومو انسټیټیوټ د لابراتوار برخه کې دوه کلنې زده کړې وکړې او له خپلو نورو ټولګیوالو سره يې د جنورۍ په ۱۸مه نېټه د خپل فراغت مراسم ولمانځل.


یاد پروګرام د ناروې په مالي او تخنیکي همکارۍ پرمخ بیول کېږي. 


مسوولین وايي، د نویو فارغانو په ګمارلو سره به د سوېل ختیځو ولایتونو په مرکزونو او ولسوالیو کې د روغتیايي کار کوونکو د کمښت ستونزه تر یوه بریده هواره شي.


د ناروېژۍ مؤسسې په مالي مرسته د پکتیا د روغتیايي علومو له  انسټیټیوټ څخه دا ځل د سوېل ختیځ زون د ۴ ولایتونو پکتیا، پکتیکا، خوست او غزني ولایتونو ۵۹ کسان د لابراتوار او فارمسۍ له برخو فارغ شول. 


د پکتیا د عامې روغتیا ریاست چارواکي وایي، د روغتیایي زده کړو له مرکزه فارغ شوي کسان به هرې ولسوالۍ ته د اړتیا له مخې ولېږي، څو دې برخه کې شته ستونزې کمې شي.




د پکتیا د عامې روغتیا رئیس ولایت خان احمدزی وايي: "له همدې ځایه ۵۹ تنه د څلورو ولایتونو په سطحه چې پکتیا، خوست، غزني او پکتیکا وو فارغ شول او په دې انسټیټیوټ کې يې دوه کلنې زده کړې بشپړې کړې، نو په مرکز، ولسوالیو او اطرافو کې کوم ځای چې بستونه خالي وي، دوی به هلته ټاکل کېږي او د فارمسي او لابراتوار په برخه کې به خدمات وړاندې کوي، دا انسټیټیوټ د زون په کچه فعالیت لري او تردې وروسته به نوې بله دوره جذبوي او دا پروسه به جریان لري."


په ټوله کې افغانان روغتیايي اسانتیاوو ته بشپړه لاسرسی نه لري او هره ورځ سلګونه ناروغان د درملنې لپاره نورو هېوادونو ته ځي.


په پکتیا کې دا مهال د ۲ ښځینه متخصصینو او ۵ معالجو ډاکټرانو په ګډون شااوخوا سل ښځینه روغتیايي کارکوونکې په فعالیت بوختې دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus