کندز کې سپین زر فابریکې خپل فعالیت بیا پیل کړ
د افغانستان د صنعت او سوداکرۍ وزارت ویاند فواد احمدي نن سې شنبه (د مرغومي ۲۳مه) ازادي راډیو ته وویل چې د دې فابریکې په بیا فعالولو ۱۲۰ زره امریکایي ډالره لګیدلي دي.
په لومړي سر کې په دې فابریکه کې ۵۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
یاده فابرېکه په ۲۴ ساعتونو کې لس ټنه غوړي تولیدوي.